د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د نړۍ هر ۱۰م کس ذهني ناروغ  دی'


د کوټې په بولان مېډیکل کمپلېکس روغتون کې د ذهني ناروغانو وارډ
د کوټې په بولان مېډیکل کمپلېکس روغتون کې د ذهني ناروغانو وارډ

وزيرستانی ځوان نصير وزير دا وخت د اقتصادي او جنګي حالاتو له کبله د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې خواري مزدوري کوي.

نوموړی وايي د دوی په سيمه کې ګڼ شمېر کسان په ذهني يا نفسياتي ناروغيو اخته دي.

"زموږ په سيمه او په عامه توګه د پښتنو په علاقو کې هره ورځ د ناامنۍ پېښې، له ولس سره ناوړه چلند او مرګ ژوبلې رامنځ ته کېږي چې خلک په ذهني توګه ورسره خراب شي."

نصير وزير دا خبرې مشال راډيو ته په داسې حال کې کړي چې د اکتوبر پر ۱۰مه د ذهني روغتيا نړيواله ورځ لمانځل کېږي.

په همدې تړاو د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې (هيومن رايټس واچ) په خپل څېړنيز راپور کې ويلي چې له يوې اندازې سره سم په نړۍ کې ۷۹۲ مليونه کسان په ذهني ناروغيو اخته دي.

د دې معنا دا ده چې په هر ۱۰ کسانو کې يو او په هر ۱۰ ماشومانو کې دوه په دې ناروغۍ اخته دي. بلخوا په هغو هېوادونو کې بيا په هر ۱۰ کسانو کې دوه کسان ذهني ناروغي لري چې په شخړو يا بحران کې راګير وي.

د ذهني ناروغيو لاملونه

د کوټې په بولان مېډيکل يونيورسټي کې د نفسياتو د څانګې مشر پروفېسر ډاکټر غلام رسول وايي، په ذهني ناروغۍ د اخته کېدو درې مهم لاملونه دي.

نوموړی يو لامل د انسان جسماني ناروغي يادوي چې د انسان په دماغ يا بدن کې د کېمياوي بدلون يا وراثت په نتيجه کې رامنځ ته کېږي. نوموړی ټولنيز ژوند د نفسياتي ناروغيو دويم لامل يادوي.

"د انسان په ژوند کې بدي، دښمني، ناخوالي، بېوزلي، بېکاري، ناامني، د خاوند او مېرمن او يا د پلار او زامنو تر منځ خپګان انسان ته ذهني ناروغي وراچوي."

پروفېسر ډاکټر غلام رسول
پروفېسر ډاکټر غلام رسول

ډاکټر غلام رسول د ذهني ناروغيو درېيم لامل د انسان په فکر او سوچ کې بدلون ښيي چې خلک جذباتي، شکمن يا سودايي شي.

له ذهني ناروغانو سره ناوړه چلند

د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې د نړۍ په ۱۱۰ هېوادونو کې سروې کړې او په دې نتيجه رسېدلي چې په ۶۰ هېوادونو کې سلګونه زره کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د ذهني يا نفسياتي ناروغۍ له کبله په زنځيرونو تړل شوي يا يوازې په خونو کې په اوونيو، مياشتو ان په کلونو بند ساتل کېږي.

په راپور کې ويل شوي چې په نړۍ کې په ذهني ناروغۍ اخته کسانو کې تر ټولو زيات په چين کې په زنځيرونو تړل کېږي چې شمېر يې څه باندې يو لک دی. پر دې سربېره د اسيا، افريقا، منځني ختيځ، امريکا او اروپا په يوشمېر هېوادونو کې هم له نفسياتي ناروغانو سره ورته چلند کېږي.

راپور د پاکستان د پنجاب صوبې د بوريوالا ښار مثال راوړي چې هلته يوازې په يوه زيارت کې د بېوزله کورنيو سلګونه ذهني ناروغان له ونو سره تړل شوي دي.

پر ذهني ناروغانو څه تېرېږي؟

د خېبر پښتونخوا د هنګو يو ځوان ابراهيم مېنګل وايي چې ټولنې او کورنيو دواړو ته د ذهني ناروغانو په اړه په رويه کې بدلون راوستل پکار دی.

"زه پخپله معذوري لرم خو له بده مرغه زموږ په پښتني ټولنه کې داسې کسانو ته ډېر په سپکه سترګه کتل کېږي. چې کله هم دوی ذهني ناروغ وګوري نو بيا د هغه د ځورولو هڅه کوي. کورنۍ هم ذهني ناروغان له خلکو پټ ساتي او شرم احساسوي."

بلخوا د کورمې قبايلي سيمې محمد دين دوکاندار وايي، هغه پخپل کور کې دننه هم يو ذهني ناروغ لري چې نه خبرې کولای شي او نه هم اورېدلای شي. د نوموړي په وينا له دا ډول کسانو سره بايد خلک نرم چلند وکړي او په بدو نومونو يې ياد نکړي.

" چې کله پر موږ يوه ورځ خپګان راشي نو بيا ځمکه ځای نه راکوي او پر مازې خبرې جګړه کوو. خو موږ چې دوی [ذهني ناروغان] ووينو نو په کاڼو يې ولو. تر دوی خو زيات موږ لېونتوب کوو."

د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې له راپور سره سم د پاکستان، افغانستان، هند، بنګلا دېش، سعودي او مصر په ګډون د نړۍ په ځېنو نورو هېوادونو کې يوشمېر خلک په دې عقيده دي چې نفسياتي ناروغي د پېريانو يا جادو په نتيجه کې راځي.

وزيرستانی ځوان نصير وزير وايي چې په ډاکټرانو درملنه او د ټولنې مثبت چلند ذهني ناروغان ښې خوا ته بېولای شي.

"لومړی خو ناروغان بايد د ډاکټرانو پر مشورو عمل وکړي. بلخوا ډېری خلک پر ذهني ناروغانو بېلا بېل نومونه ږدي او په هغوی ملنډې وهي. ناروغان بايد په غېږه پورې راتاو کړل شي او له دوی سره ښه چلند وکړل شي."

د ذهني ناروغانو د درملنې لارې چارې

د نفسياتي ناروغيو پوه پروفېسر ډاکټر غلام رسول مشال راډيو ته وايي چې د ذهني ناروغيو د درملنې درې لارې دي. د نوموړی په وينا لومړۍ لاره طبي درملنه ده چې ناروغانو ته درمل ورکول کېږي او د بېلا بېلو طبي الاتو له لارې د هغه درملنه کېږي.

د نوموړي په وينا دويمه لاره د ناروغ په سوچ او فکر کې بدلون راوستل دي چې دا د خبرو اترو له لارې کېږي. نوموړی درېيمه لاره ټولنيز بدلون يادوي. نوموړی زياتوي چې خلک بايد د ناروغيو په علاماتو خبر شي.

"د انسان په پوهه، روزنې، اړيکو، بېوزلۍ او نورو ناخوالو کې پر ملکي يا نړيوال کچ داسې بدلون راوستل چې د ذهني ناروغانو ستونزې ورسره کمې شي."

ډاکټر غلام رسول زياتوي چې د ذهني ناروغيو په اړه په ولس کې پوهه راوستل ډېره ضروري ده چې دا ډول پر وخت د ناروغۍ درملنه وشي.

"ځېنې خلک له بدن درد، معدې، هډوکو درد، فشار او کمزورۍ څخه شکايت کوي او د دغو ناروغيو متخصص ډاکټرانو ته ځي خو په دوی يو شمېر خلک داسې دي چې هغه په اصل کې ذهني ناروغي لري چې له کبله يې دوی په بدن د نورو ناروغيو احساس کوي."

په پاکستان کې که څه هم په نفسياتي ناروغيو د اخته کسانو کره شمېر نه دی معلوم خو د دې ناروغيو پوهان دا شمېر سلګونه زره يادوي.

ډاکټر غلام رسول زياتوي چې د ذهني يا نفسياتي ناروغيو په اړه د پوهې راوستو لپاره رسنيو، تعليمي ادارو، ملايانو او مشرانو ته فعال رول لوبول پکار دی.

په دې اړه بشپړه راپور د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.

د نړۍ هر ۱۰م کس ذهني ناروغ دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:07:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG