د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین: روسیو ځواکونو اټومي بټۍ نیولې؛ کییف او مسکو بشري دهلېزونه پرانیزي


په زپروژیا ښار کې د اټومي بټۍ انتظامي دفتر د اور له وجې زیانمن شوی - د مارچ څلورمې انځور
په زپروژیا ښار کې د اټومي بټۍ انتظامي دفتر د اور له وجې زیانمن شوی - د مارچ څلورمې انځور

د اوکراین د زپروژیا سیمه ییزه ادارې وايي، روسیو ځواکونو تر هغې څو ساعته وروسته د اټومي انرژۍ یوه بټۍ نیولې چې پکې د شپې مهال د روسیو ځواکونو تر ډزو وروسته اور لګېدلی وو.

انتظامیې د مارچ پر څلورمه په بیان کې تر اور وژنې وروسته ویلي دي چې "عملیاتي چارواکي د برېښنايي مرکزونو حالت څاري."

سیمه ییزې ادارې دا هم ویلي چې د اټومي بټۍ په شاوخوا کې د اوکراینیو او روسیو ځواکونو تر نښتې وروسته یې هلته د تابکارۍ هېڅ نښې نه دي لیدلي.

په عین حال کې د نړیوالې ادارې (ای اې اي اې) د هغه هېواد په زپروژیا کې په اټومي بټۍ کې پر اور لګېدو "زښته اندېښنه" ښوولې.

د هغې ادارې مشر رافایل ماریانو ګروسي د مارچ پر څلورمه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي چې هغوی د بټۍ حال له نېږدې څاري او په جګړه کې پر ښکېلو خواوو غږ کوي چې اټومي بټیو ته دې له ګواښ پېښوونکو کارونو ډډه وکړي.

اوکراینیو چارواکو تر دې څو ساعته مخکې شپې مهال وویل چې روسیو ځواکونو په زپروژیا کې د اټومي برېښنا د تولید بټۍ په نښه کړې.

په زپروژیا کې د دنیپر سیند پر غاړه د اټومۍ انرژۍ بټۍ د اروپا تر ټولو لویه هغه ده او د اوکراین د کورنۍ برېښنا تر ۲۰ فیصده زیاته برخه تولیدوي.

د ناټو سازمان غونډه

د ناټو اېتلاف د بهرنیو چارو وزیران په برسلز کې د اوکراین جګړې په اړه غونډه لري او کییف د په خپل فضايي حریم کې د نه الوت د زون نافذولو غوښتنه کړې ده.

د ناټو اېتلاف ځینو غړو د څه د پاسه یوې اوونۍ راهیسې د روانې جګړې د درولو یا محدودولو لپاره د ټولو ممکنو لارو پر لټولو د موافقې اشارې ورکړې دي.

غربي هېوادونو د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري پر اوکراین تر یرغل وروسته پر روسیې بندیزونه لا سخت کړل او په عین وخت کې سفارتي هلې ځلې هم روانې دي.

د مارچ پر څلورمه د برسلز تر غونډې مخکې د ناټو مشر ینس ستولتنبرګ وویل، هغه پوځي اېتلاف د شخړې برخه نه دی خو زیاته یې کړه چې "موږ جنګ نه غواړو او نه له روسیې سره شخړه غواړو. خو په همدې حال کې موږ دا باوري کول غواړو چې زموږ د متحدانو د ژغورنې د ژمنتیا په اړه دې هېڅ غلط فهمي نه وي."

د ناټو تر غونډې مخکې اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي له کییفه خبرداری ورکړی چې یوازې د نه الوت زون اعلان د روسیې له خوا د هغه هېواد پر اټومي تاسیساتو د بمبارۍ نه کولو ضمانت ورکولای شي.

د بشري دهلېزونو پرانیستو پرېکړه

په همدې حال کې مسکو او کییف د اوکراین په هغو سیمو کې د بشري مرستو لپاره د دهلېزونو پر پرانیستو سلا شوي چې پکې سخته جګړه روانه ده.

د اوکرایني ولسمشر میخایلو پودولیاک د مارچ پر درېیمه له روسیې سره تر مذاکراتو وروسته ویلي چې په خبرو کې د اوربند په اړه پرمختګ و نه شو خو دواړه خواوې د ګډو هڅو پر اساس د بشري مرستو لپاره دهلېزونه پرانیزي چې موخه یې له سختې جګړې د تېرو شویو سیمو اوسېدونکو ته د خوړو او دواګانو رسول او له هغو ځایونو څخه د خلکو ایستل دي.

داسې امکان هم شته چې په هغو سیمو کې لنډمهالی اوربند وشي چې ورڅخه خلک ایستل کېږي.

پودولیاک د بېلاروس په غربي برخه کې تر مذاکراتو وروسته خبریالانو ته وویل چې دواړه خواوې د خبرو پر دوام هم سلا شوې.

دا په داسې حال کې ده چې روسیو ځواکونو پر اوکراین حملو ته دوام ورکړی دی.

بلخوا روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د سرتېرو "عملیات" یې له "پلان سره سم" روان دي. هغه د مارچ پر درېیمه په خپلو خبرو کې روسي پوځیان د "اتلانو" په نوم یاد کړل.

تر دې مخکې کرېملېن د نوموړي له خولې وویل روسیه به د "ملتپاله وسله والو ډلو د وسله والو ضد" عملیاتو ته دوام ورکوي. کرېملېن دا خبره د پوتین او د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون ترمینځ تر ټېلېفوني خبرو وروسته په بیان کې کړې.

د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د ولسمشر پوتین د حملې له اعلان راهیسې په جګړه کې سلګونه روسي سرتېري او اوکرایني وګړي وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، په تېرو اووه ورځو کې تر یو مېلیون زیات خلک له اوکراینه وتلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG