د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې لخوا د اوکراین د څلورو سیمو الحاق غبرګونونه پارولي


د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتین
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتین

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتین له اوکراین څخه په جزوي توګه نیولې څلور سیمې په رسمي توګه په ځان پسې تړلې دي.

ولسمشر پوتین د سېپټمبر پر ۳۰مه پر هغو اسنادو لاسلیک کړی چې دوی ورته د یو ځای کېدو هوکړې وايي.

نوموړي په کریملین کې په دې اړه د جوړې غونډې پر مهال ادعا وکړه چې د يادو سيمو خلکو د دې مياشتې په پیل کې د رېفرېنډم یا د ټولپوښتنو پر مهال په خپله خوښه په روسيه کې د شاملېدو پرېکړه وکړه.

بل پلو، دغه تش په نامه رېفرېنډم ته په پراخ ډول د ټوپک تر شپېلۍ( نلۍ) لاندې د نظر پوښتنې په توګه کتل کېږي. پوتين پر يادو څلورو سيمو د واک ساتلو لپاره د اټومي وسلو د استعمال اشاره هم ورکړه.

د امریکا او بریتانیا تر څنګ د سويډن، پولېنډ او جرمني په ګډون يو شمېر اروپايي هېوادونو د روسیې دا کړنه يو غېر قانوني ګام بللی دی.

د امريکا ولسمشر جو بايډن د يادو سيمو د شاملولو لاسليک دستوره د دوکې هڅه بللې چې هدف يې د خپلواکه اوکرايني سيمې له روسې سره الحاق کول دي.

په عين حال کې اوکرايني ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي پر غربي هېوادونو غږ کړی چې هېواد يې په ناټو کې شامل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG