د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپا ۹ هېوادونو په ناټو د اوکراین د ورګډېدو هڅو ملاتړ کړی دی


اوکرایني سرتېري د بخموت ښار پر لوري پر روسیو ځواکونو د ټانک توغندي وروي - د اکتوبر دویمې انځور.
اوکرایني سرتېري د بخموت ښار پر لوري پر روسیو ځواکونو د ټانک توغندي وروي - د اکتوبر دویمې انځور.

د مرکزي او ختیځي اروپا نهو هېوادونو په ناټو اېتلاف کې د شاملېدو لپاره د اوکراین د هڅو ملاتړ کړی دی او له لویدیزو ملګرو یې غوښتي دي چې کییف ته د روسیې د یرغل پر وړاندې د دفاع لپاره نوره وسله ورکړي.

دا خبره هغو هېوادونو په یوه اعلامیه کې کړې چې د اکتوبر پر دویمه خپره شوې.

اېستونیا، لاتویا، لېتوانیا، چېک جمهوریت، سلواکیا، پولینډ، رومانیا، مونتېنېګرو، او شمالي مقدونیا هغه اعلامیه لاسلیک کړې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د سېپټېمبر پر ۳۰مه اعلان وکړ چې په ناټو کې یې د ورګډېدو لپاره له چټک بهیر سره سم غوښتنلیک دایر کړی دی.

پر هم هغه ورځ روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د څلورو سیمو، دونېڅک، لوهانسک، زپورېژیا او خېرسون له روسیې سره د تړلو دعوه وکړه. هغه سیمې د روسیو ځواکونو تر جزوي ولکې لاندې دي.

اوکراینی ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي (په منځ کې) له وزیراعظم دېنیس شمایهل (ښي خوا) ته او د پارلېمان له مشر روسلان ستېفانچوک سره یو ځای ولاړ دی او په لاس کې یې په ناټو د خپل هېواد ورګډېدو غوښتنلیک نیولی دی - د سېپټېمبر ۳۰مې انځور.
اوکراینی ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي (په منځ کې) له وزیراعظم دېنیس شمایهل (ښي خوا) ته او د پارلېمان له مشر روسلان ستېفانچوک سره یو ځای ولاړ دی او په لاس کې یې په ناټو د خپل هېواد ورګډېدو غوښتنلیک نیولی دی - د سېپټېمبر ۳۰مې انځور.

تر دې مخکې د اوکراین په څلورو سیمو کې مسکو پلویو چارواکو ویلي ول چې په پینځه ورځنیو تش په نوم شویو ټولپوښتنو کې رایې اچوونکو په پراخ کچ له روسیې سره د یو ځای کېدو ملاتړ کړی دی.

د روسیې ګومارلیو انتخاباتي چارواکو د سېپټېمبر پر ۲۷مه د رایې اچونې بهیر سر ته تر رسېدو وروسته د متوقع نتیجې راپور ورکړ.

د امریکا او بریتانیا تر څنګ د سويډن، پولینډ او جرمني په ګډون يوشمېر اروپايي هېوادونو د روسیې دا کړنه "غیرقانوني" بللې ده.

په ناټو کې د اوکراین د شاملېدو په اړه د هغه سازمان مشر ینس ستولتنبرګ د یوه امریکايي ټېلېوېژن د پوښتنې په ځواب کې وویل، په دې اړه له ټولو ۳۰ هېوادونو سره مشوره کوي.

روسیې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ. له هغه وخت راهیسې په جګړو کې زرګونه کسان او سرتېري وژل شوي او لکونه اوکراینیان بې کوره او کډوال شوي دي. اوکراينيو ځواکونو د خپلې خاورې دفاع هڅو ته دوام ورکړی دی خو روسیې د ختيځ اوکراين یوشمېر سيمې نيولې دي. په هغو سیمو کې د دواړو خواوو ترمینځ نښتې دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG