د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین له روسیې سره د ۴ اوکراینیو سیمو د الحاق غونډه کوي


په مرکزي مسکو کې د کلیسا له ودانۍ سره د څلورو اوکراینیو سیمو له روسیې سره د الحاق په اړه بینر یا لوحه - د سېپټېمبر ۲۹مې انځور.
په مرکزي مسکو کې د کلیسا له ودانۍ سره د څلورو اوکراینیو سیمو له روسیې سره د الحاق په اړه بینر یا لوحه - د سېپټېمبر ۲۹مې انځور.

روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین له اوکراینه نیولې څلور سیمې په رسمي توګه له خپل هېواد سره د تړلو لپاره غونډه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یو اوکراینی چارواکی وايي، د اوکراین په زپورېژیا کې د ملکي وګړو پر کاروان په روسي برید کې ۲۳ کسان وژل شوي دي.

ټاکل شوې چې د سېپټېمبر پر ۳۰مه پوتین د الحاق هغه اسناد لاسلیک کړي چې مسکو یې د "یوځای کېدو هوکړې" بولي.

امریکا او ملګرو ملتونو د سېپټېمبر پر ۲۹مه د روسیې د غونډې پلان غندلی دی.

امریکايي ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې هېواد به یې کله هم پر اوکراینۍ خاوره د روسیې قبضه په رسمیت و نه پېژني.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش ویلي دي چې د اوکراین هغه سیمې له روسیې سره تړل به د تاوتریخوالي کچ په "خطرناکه توګه لوړ" کړي.

د ده په وینا، د اوکراین دونېڅک، لوهانسک، خېرسون او زپورېژیا سیمو نیول به هېڅ قانوني ارزښت و نه لري او دا کار "د غندلو وړ" دی.

تر دې مخکې د اوکراین په څلورو سیمو کې مسکو پلویو چارواکو ویلي ول چې په پینځه ورځنیو تش په نوم شویو ټولپوښتنو کې رایې اچوونکو په پراخ کچ له روسیې سره د یو ځای کېدو ملاتړ کړی دی. د روسیې ګومارلیو انتخاباتي چارواکو د سېپټېمبر پر ۲۷مه د رایې اچونې بهیر سر ته تر رسېدو وروسته د متوقع نتیجې راپور ورکړ.

په زپورېژیا کې د توغندیو برید

په همدې حال کې د اوکراین یوه سیمه ییز والي یا ګورنر اولېکساندر ستاروخ وايي، روسیو ځواکونو د سېپټېمبر پر ۳۰مه د هېواد په جنوبي ښار زپورېژیا کې د ملکي وګړو پر یوه کاروان د توغندیو برید کړی دی چې پکې لږترلږه ۲۳ کسان وژل شوي او ۲۸ ژوبل دي.

ستاروخ پر خپله ټېلېګرام پاڼه لیکلي چې ټول وژل شوي او ژوبل کسان ولسي وګړي دي. نوموړي له خپل بیان سره د وژل شویو او سوځېدلو ګاډو انځورونه هم خپاره کړي دي.

د لوهانسک سیمې د لېسېچانسک اوسېدونکي په جګړو کې ویجاړې ودانۍ ته ګوري - د سېپټېمبر ۲۱مې انځور.
د لوهانسک سیمې د لېسېچانسک اوسېدونکي په جګړو کې ویجاړې ودانۍ ته ګوري - د سېپټېمبر ۲۱مې انځور.

ده ویلي، مرستندویه کارکوونکي د حملې ځای ته رسېدلي دي او دا چې کاروان هغو سیمو ته پر لاره وو چې روسیې نیولې دي.

مسکو په سمدستي ډول د برید تصدیق نه دی کړی.

ستاروخ زیاتوي چې کاروان د هغو خلکو وو چې د روسیې تر ولکې لاندې له سیمو څخه یې د خپلوانو خوندي ځایونو ته د انتقالولو پلان درلود.

روسیې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین حمله وکړه چې له هغه وخت راهیسې په نښتو او بمباریو کې زرګونه کسان وژل شوي او لکونه اوکراینیان بې کوره او کډوال شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG