د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه وايي د اوکراين له لېمان ښارګوټي یې سرتېري اېستلي دي


اوکرایني پوځیان د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د لېمان انتظامیې دفتر مخې ته د بیان ورکولو پر مهال.
اوکرایني پوځیان د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د لېمان انتظامیې دفتر مخې ته د بیان ورکولو پر مهال.

د روسیې د دفاع وزارت ويلي چې د اوکراين په ختيځ کې یې له ستراتيژيک ښارګوټي لېمان څخه سرتېري اېستلي دي.

دا بیان د اوکراين تر هغه اعلان څو ساعتونه وروسته خپور شوی چې ويلي یې ول په هغه سيمه کې یې روسي ځواکونه محاصره کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت د اکتوبر په لومړۍ نېټه وويل چې د محاصرې د ګواښ پر وړاندې یې پرېکړه کړې چې ځواکونه داسې سيمې ته وباسي چې له هغه ځايه یې لاس بر وي.

تر دې يوه ورځ مخکې مسکو اعلان وکړ چې له اوکراينه نيولې څلور سیمې یې په رسمي توګه له هېواد سره تړلې دي.

په همدې حال کې د جرمني دفاع وزیره کریسټين لمبرېښت د اکتوبر په لومړۍ نېټه د اوکراین اودېسا ته تللې وه.

نوموړې هلته خبريالانو ته وويل چې اوکراين ته به په یوشمېر ورځو کې له ځمکې څخه په هوا کې د هدف ویشتونکو توغندیو نظام ورکړي.

د هغې په خبره، له دې سره به د "روسي اشغالګر پوځ" پرضد د اوکراين د دفاع قوت لا مضبوط شي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين يرغل کړی دی. اوکراينيو ځواکونو د خپلې خاورې دفاع هڅو ته دوام ورکړی دی خو روسیې د ختيځ اوکراين یوشمېر سيمې نيولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG