د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي پلوي چارواکي ټولپوښتنو کې د مسکو د پراخ ملاتړ دعوه کوي


د اوکراین په څلورو سيمو کې تش په نوم ټولپوښتنې د سېپټېمبر پر ۲۳مه پیل شوې.
د اوکراین په څلورو سيمو کې تش په نوم ټولپوښتنې د سېپټېمبر پر ۲۳مه پیل شوې.

د اوکراین په څلورو سیمو کې مسکو پلوي چارواکي وايي چې له تېرو پینځو ورځو راهیسې په تش په نوم شویو ټولپوښتنو کې رایې اچوونکو په پراخ کچ له روسیې سره د یو ځای کېدو ملاتړ کړی دی.

په زپورېژیا، لوهانسک، دونېڅک او خېرسون کې د روسیې ګومارلیو انتخاباتي چارواکو د سېپټېمبر پر ۲۷مه د رایې اچونې بهیر سر ته تر رسېدو وروسته د متوقع نتیجې راپور ورکړ.

د روسیې دولتي خبري اژانس ریا نوووستي په دونېڅک کې د مسکو پلوي بېلتونپالي مشر دینېس پوشیلین وویل "موږ ټولو له ډېرې مودې راهیسې دا غوښتل."

دا تش په نامه ټولپوښتنې د سېپټېمبر پر ۲۳مه په اوکراین کې د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو کې پیل شوې وې.

اوکراین، غربي هېوادونو او ملګرو ملتونو ټولپوښتنې رد کړې ځکه چې د دوی په وينا، هغه اقدام د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG