د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډاکتر نجیب الله د وژنې ۲۶م تلین: کورنۍ یې د هغه ځمکه ښوونځي ته وقف کړې


د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجيب الله د ۱۹۹۰ز کال د فبرورۍ پر ۱۵مه د کابل په ارګ کې د رويټرز اژانس له خبريالانو سره د مرکې په حال کې.
د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجيب الله د ۱۹۹۰ز کال د فبرورۍ پر ۱۵مه د کابل په ارګ کې د رويټرز اژانس له خبريالانو سره د مرکې په حال کې.

نن د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو ۲۶م تلین دی.

د نوموړي د وژل کېدو د ۲۶م تلین په مناسبت د هغه کورنۍ د ډاکټر نجیب الله پلرنۍ ځمکه د ښوونځي جوړولو لپاره وقف کړه.

د ډاکتر نجیب الله مېرمنې فتانه نجیب په دې اړه په يوه پيغام کې ويلي، "پرېکړه مو وکړه چې یوه ټوټه کرنیزه ځمکه چې د هغه (نجيب الله) مرحوم پلار په خپل ژوند کې د ډاکټر نجیب الله په نوم ثبت کړې وه، امانتکاره سپينږیرو ته د قومي جرګې له لارې د یوه ښوونځي د جوړولو لپاره وسپارو، چې دا ډول د وطن ځوانان د تعلیم له لارې د افغانستان خلکو ته خدمت وکړي."

د ډاکتر نجیب الله مېرمن فتانه نجیب
د ډاکتر نجیب الله مېرمن فتانه نجیب

مېرمن فتانه نجيب زیاته کړه چې ډاکتر نجیب الله د افغان نجونو او هلکانو د تعلیم لپاره زیاتې هڅې وکړې، خو د دې په خبره اوس چې طالبان واک ته رسېدلي ،لکونه ځوانان له زده کړو بې برخې دي.

مېرمن نجیب نيوکه وکړه چې طالبانو د ټولنې نیمايي برخه یعنې ښځې له زده کړو، کار او پرمختګ محرومې کړي دي.

د ډاکتر نجیب الله د ۲۶م تلین په مناسبت د هغه کورنۍ داسې وخت خپله ځمکه د ښوونځي د جوړولو لپاره وقف کړې چې طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست له ۱۵مې پر افغانستان بيا واکمنېدو راهيسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

څو ورځې مخکې د ډاکتر نجیب په پلرني ټاټوبي پکتیا کې د نجونو هغه ښوونځي هم طالب چارواکو وتړل چې د څو ورځو لپاره د ښوونځیو د مدیرانو او د نجونو د پلرونو په نوښت پرانېستل شوي ول.

طالبانو د ۱۹۹۶ز کال د سېپټېمبر پر ۲۷مه کابل ته له ننوتلو سره سم ډاکټر نجيب الله وواژه.

د ډاکتر نجیب له مرګه که څه هم ۲۶ کاله تېریږي، خو لا هم په افغانستان کې دننه او بهر ګڼ پلویان او مخالفان لري او د یوې اغېزناکه څېرې په توګه ترې وخت ناوخته یادونه کېږي.

XS
SM
MD
LG