د پاکستان دولتي هوايي شرکت (پاکستان انټرنیشنل اېیرلاینز یا پي ای اې) په ۱۳۵ اربه (مېلیارده) روپیو نیلام شوی دی.
د پاکستان دولتي راډیو وايي، شرکت د ډېسېمبر پر ۲۳مه ازادې بولۍ یا داوطلبۍ ته وړاندې شو چې عارف حبیب کنسروشييم وګاټه اوس به یې ۷۵ سلنه برخه په واک کې وي.
راډیو وايي، د پي ای اې د شخصي کولو پرېکړه د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ وفاي کابینې کړې ده او حکومت دا کار د خپلو اقتصادي اصلاحاتو د پروګرام یوه مهمه برخه بولي.
د پاکستان دولتي راډیو وايي، د روڼتیا باوري کولو لپاره د نیلامۍ یا بولۍ بهیر په ژوندۍ بڼه خپور شو.
د پاکستان حکومت دا اقدام په داسې حال کې کړی دی چې هغه دولتي شرکت له څو کلونو راهیسې له تاوان او مالي ستونزو سره مخامخ دی او پوروړی دی.
د پاکستان د دولتي ادارو د خصوصي کولو یا نجکارۍ کمېشن سلاکار محمد علي ویلي، د نیلامۍ د پیسو ۹۲.۵ سلنه برخه د پي ای اې پر ښه کولو، د پورونو پرې کولو او د الوتکو پر ترمیم لګوي.
د اردو ژبې شخصي ټېلېوېژن جیو نیوز د ډېسېمبر پر ۲۳مه د نوموړي له خولې ویلي چې دا پانګونه د هوايي شرکت د "بیا احیا" لپاره مهمه ده او د نړیوالو الوتنو کیفیت به ښه کړي.
حکومت تمه لري چې د دې سودا له لارې به پي ای اې د سیالۍ وړ شرکت شي.
د پاکستان حکومت پي ای اې د ۲۰۲۴ز کال په اکتوبر کې خرڅلاو ته وړاندې کړی وو، خو په بولۍ کې یوازې یو شرکت برخه واخیسته چې تر هغې وروسته یې دا بهیر وځنډاوه.
د پاکستان ملي هوايي کمپنۍ له کلونو راهیسې له یوشمېر نورو ستونزو سره هم مخامخ پاتې شوې ده.
د ۲۰۱۷ز کال په مې میاشت کې له اسلام اباده لندن ته په تللو دوو الوتکو کې هېروین (پوډر) موندل شوي ول.
په ۲۰۲۰ز کال کې چې پاکستان د خپلو یوشمېر پیلوټانو لايسنسونه (اجازتنامې) جعلي وبلل نو یوشمېر هېوادونو یې پر پروازونو بندیزونه ولګول.
هغه مهال د پاکستان د هوایي چلند پخواني وفاقي وزیرغلام سرور خان قامي اسمبلۍ ته ویلي ول چې د پي ای اې په ګډون د هغه هېواد د یوشمېر شخصي هوايي کمپنیو شاوخوا ۸۶۰ پیلوټان جعلي بریلیکونه او اجازتنامې لري.
د پاکستان چارواکو په تېرو وختونو کې ټینګار کاوه چې د پي ای اې د مالي او نورو ستونزو مهم لاملونه د زیاتو کارکوونکو ساتل او یوشمېر هېوادونو ته یې پر پروازونو بندیزونه دي.