د لاسرسي ځای

تازه خبر

د دته خېل ولس د خپل بازار خلاصولو غوښتنه کوي


په شمالي وزیرستان کې یو ویرانه بازار چې د ۲۰۱۴ کال په جون کې د پاکستانیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ترې ځايي خل وکوچېدل. ۱۵م جون ۲۰۱۴
په شمالي وزیرستان کې یو ویرانه بازار چې د ۲۰۱۴ کال په جون کې د پاکستانیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ترې ځايي خل وکوچېدل. ۱۵م جون ۲۰۱۴

د شمالي وزیرستان دته خېل تحصیل اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د دغه سیمې یواځینی بازار دې ورته خلاص کړي. د دته خېلو بازار د ۲۰۱۴م کال پوځی عملیاتو په وخت تړل شوی چې لا هم بند دی.

د سیمې یو مشر ملک سیدبار خان په دې اړه بېګا مشال راډیو ته وویل دغه بازار یې د سیمې مهم کاروباري مرکز وو. دی وايي چې له دته خېلو سره په نوې اډه کې یې د لرګیو کاروبار او ټالونهول، دوکانونه ول، د ګاډو اډه او کاروبار وو خو د پاکستانیو پوځیانو له ضرب عضب عملیاتو پس تراوسه هم بازار تړلی پروت دی، هېڅ پته یې نه لګېږي چې کله به خلاصېږي. له دې څخه ټول دته خېل بې روزګاره دی.

یو بل کس ملک میردلام وايي چې د دته خېلو په بازار د ځايي ولس د ګټې وټې یوازنۍ وسیله ده، دلته خلک بې وزله دي بله هېڅ چاره نه لري، نور دې د پاکستان حکومت ولس ته اجازه ورکړي چې خپل کاروبارونه پیل کړي. لس میاشتې وشولې چې خلک خپلو سیمو ته ستانه شوي دي خو ژوند په ټپه ولاړ دی.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې دوی ته دې د نورو سیمو غوندې سرکاري بازار جوړ کړل شي.

((حکومت زموږ پر ځمکې قبضه کړې))
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:46 0:00

د ظریف خان په نامه یوه بل کس بیا له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې دلته د خلکو دوکانونه تاله ترغه شول، سامونه یې غلا شوي او خلکو وړي دي. خلک غواړي چې خپل ژوند پر پښو ودروي نو پکار ده چې نور دې دته خېل بازار پرانستل شي.

بلخوا د شمالي وزیرستان پولیټیکل ایجنټ آیاز خان تېره شپه مشال رېډیو ته وویل په دې هکله یې ځايي مشرانو ته یوه لوظنامه استولې چې له دواړو خواو تر لاسلیکېدو پس به یې زر تر زره دته خېل بازار خلاص کړل شي.

نور راپورونه

د وزیرستان سوداګر د ړنګ کړل شویو دوکانونو تاوان غواړي

په دته خېلو کې ګرځبندیز، ځايي ولس کورونو کې ایسار

دته خېل کډوال وايي حکومت یې پر ذاتي ځمکه بازار جوړوي

د دته خېلو ځمکې نه قبضه کوو. پاکستان سرکار

XS
SM
MD
LG