د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان: د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي پر کور بريد کې پوليس سپاهي وژل شوی


د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې تر دې وړاندې هم د وسله والو په بريدونو کې پوليس والا وژلی شوي دي ــ پخوانی انځور
د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې تر دې وړاندې هم د وسله والو په بريدونو کې پوليس والا وژلی شوي دي ــ پخوانی انځور

په ډېره اسماعیل خان کې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د یو غړي پر کور د وسله والو په ډزو کې د پولیسو یو سپاهي وژل شوی دی.

د کلاچۍ تاڼې مشر فهیم ممتاز نن د (سېپټېمبر پر ۲۷مه) مشال راډیو ته وویل چې پرون ماښام د صوبايي اسمبلۍ د غړي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د یو مخکښ اغاز خان ګنډا پور پر کور نامعلومو کسانو ډزې کړې دي.

نوموړی زياتوي، د ډزو پر مهال ګنډا پور پخپله کور کې نه وو موجود او نورې کورنۍ ته یې هم څه زیان نه دی رسېدلی، خو د هغه په وينا په پېښه کې پر امنيت مامور يو پوليس سپاهي وژل شوی دی.

تر دې وړاندې د سېپټېمبر پر ۲۳مه ماښام په شانګله کې نامعلومه وسله والو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي او د عوامي نېشنل ګوند يو مخکښ فیصل زیب خان پر کور ډزې کړې وې چې د پوليسو په وينا چا ته ځاني زيان نه وو پکې اوښتی.

تر هغه يوه ورځ وړاندې، د سېپټېمبر پر ۲۲مه هم نامعلومه وسله والو په کواټ کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند سیاستوال او د قامي اسمبلۍ غړي شهریار اپرېدي پر کور د لاسي بم برید کړی وو چې د پوليسو په وينا چا ته ځاني زیان نه وو پکې اوښتی.

تر دې دريو واړو پېښو وروسته وسله وال تښتېدلي او د بريدونو ذمه واري هم چا نه ده قبوله کړې.

بلخوا پوليسو ويلي چې د پېښو پلټنې يې پيل کړي خو تر دې دمه يې لا ککړ کسان نه دې نيولي.

دا پېښې پر داسې وخت شوې دي چې په تېرو دوو مياشتو کې په باجوړ، خیبر، اورکزیو، کورمې، شمالي او جنوبي وزیرستان، کوز دير او سوات کې د وسله والو د ممکنه منظمېدو مخنيوي لپاره مظاهرې او جرګې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په جولای کې د مظاهرو او جرګو له پیلېدو راهیسې په بیا بیا ویلي دي چې هېچا ته عملدارۍ چیلېنجولو اجازه نه ورکوي او پولیس د وسله والو پر وړاندې اقداماتو ته دوام ورکوي.

داراز، د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۱۷مه وویل، د سوات په ګډون په ټول ملاکنډ ډېوېژن کې د وسله والو ضد کارروایۍ پیلوي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار بیرسټر سیف د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډيو ته ويلي ول چې د ناامنۍ پر پېښو سربېره د حکومت او تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې ترمينځ د اوربند تړون په خپل حال دی، خو د هغه په وينا هيچا ته به د قانون او حکومتدارۍ چېلنجولو اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG