د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باجوړ جرګه وايي، که امنیت پر ځای نشو بیا پرلت وهي


جرګه د سېپټېمبر پر ۱۵مه، په خار کې د پرلت ځنډېدو ۲۰ ورځو له پوره کېدو سره سمه جوړه شوې وه.
جرګه د سېپټېمبر پر ۱۵مه، په خار کې د پرلت ځنډېدو ۲۰ ورځو له پوره کېدو سره سمه جوړه شوې وه.

په باجوړ کې د ځايي مشرانو یوې جرګې ویلي دي چې د انتظامیې پر لیکلې ژمنې سربېره امن نه دی بحال شوی.

هغه جرګه پرون په خار کې د پرلت ځنډېدو ۲۰ ورځو له پوره کېدو سره سمه جوړه شوې وه چې پکې له انتظامیې څخه د امنیت ټینګښت لپاره د کوټلو اقداماتو غوښتنه وشوه. د جرګې ګډونوالو پرون ماښام مشال راډیو ته وویل، د اګست پر ۲۶مه د احتجاجي پرلت له ځنډېدو راهیسې په باجوړ کې درې حملې شوې دي چې پکې د امنیتي سرتېرو په ګډون خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د جرګې ګډونوال
د جرګې ګډونوال

د جرګې یوه غړي او د جمعیت علمای اسلام (ف) ځايي سیاستوال عمران ماهر وویل چې که د امنیت غوښتنه یې پوره نه شوه نو بیا پرلت وهي: "تر اوسه پورې زموږ مطالبې لا نه دي پوره شوي. یوازېنۍ غوښتنه زموږ، صرف او صرف امن دی، زموږ بل څه غوښتنه نه شته. نو که موږ ته امن را نه کړل شو نو بیا په دې جرګه کې د بلې لویې درنې (ناستې) اعلان کوو."

د باجوړ مشران وايي هغوی له حکومته غوښتنه کوي چې امنیت دې ټینګ کړي، د هدفي وژنو او د وسله والو لخوا د قلنګ غوښتو مخه دې ونیسي. په باجوړ کې د عوامي نېشنل ګوند یو مشر نثار باز مشال راډیو ته وویل، د حکومت د ژمنو باجود په سیمه کې د بدامنۍ لړۍ روانه ده.

نوموړی وايي:

"په دې وروستیو کې درې پېښې شوې دي، په یوه کې د امنیتي ځواکونو دوه سرتیري وژل شوي، په بله کې یو پټرول پمپ په نخښه شوی و او پر یو کور باندې هم برید ترسره شوی وو."

نوموړی زیاتوي چې په وروستیو کې هدفي وژنې نه دي مخې ته راغلې خو د خلکو په زړونو کې وېره موجوده ده.


په باجوړ کې د امن لپاره پرلت تېره میاشت د جمعیت علمای اسلام (ف) د یوه سیاستوال پر ګاډي تر بمي برید وروسته پیل شوی وو چې د اګست پر ۲۶مه له انتظامیې سره تر لیکلې موافقې وروسته د ۲۰ ورځو لپاره وځنډېد.

انتظامیې د پرونۍ جرګې د ګډونوالو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا د امنیت ټینګښت لپاره د ټولو هڅو کولو ژمنه کړې او له ولسه یې هم په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG