د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ او جنوبي وزیرستان کې درې امنیتي عسکر وژل شوي


په دې وروستيو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بريدونه زیات شوي دي. پخوانی انځور
په دې وروستيو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بريدونه زیات شوي دي. پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا په باجوړ او جنوبي وزیرستان کې په دوو جلا جلا پېښو کې د امنیتي ځواکونو درې عسکر وژل شوي دي.

په لومړۍ پېښه کې د سېپټېمبر پر ۲۶مه په باجوړ کې شوې ده چې د بیړنیو مرستو حکومتي ادارې ريسکيو ۱۱۲۲ څانګې په وينا، د ماموندو په شېخ بابا سیمه کې وسله والو د پولیسو پر یوه پوسته ډزې کړې دي.

د دوی په وینا، په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوی او بل ټپي شوی دی. د باجوړ د خار کالونۍ د پوليسو حوالدار حبيب الله مشال رېډيو ته وویل چې د زخمي پولیس حالت له خطرې بهر دی.

بلخوا د سېپټېمبر پر ۲۶ نيمه شپه دوه بجې د جنوبي وزیرستان د اعظم ورسک په توره ګوله سيمه کې نامعلومو وسله والو پر پوځي پوسته بريد کړی چې پکې د چارواکو په وينا، دوه عسکر وژل شوي دي.

د واڼه پوليسو مشر نادر خان مشال رېډیو ته وويل چې وژل شوي عسکر رشيد کنډی او رسول بادشاه نومنېږي. هغه زیاته کړه چې دوی د لټون عمليات پیل کړي دي خو لايې هم په پېښې کې ککړ کسان نه دي نيولي.

تراوسه هېچا د دې دواړو پېښو ذمه واري نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG