د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوال بانک د پاکستان له سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره ۲ اربه ډالر بېلوي


د سيند په سېهون ښار کې د سېلاب ځپلو لپاره کيمپ جوړ شوی - عکس له ارشېفه
د سيند په سېهون ښار کې د سېلاب ځپلو لپاره کيمپ جوړ شوی - عکس له ارشېفه

نړيوال بانک وايي، په پاکستان کې له خپلو روانو پروژو څخه د سېلاب ځپلو لپاره دوه اربه امريکايي ډالر بېلوي.

د جنوبي اسيا لپاره د نړیوال بانک مرستیال مشر مارټن رېزر د سېپټېمبر پر ۲۴مه په یو بیان کې ویلي چې د روغتیا، خوړو، استوګنې، بحالۍ او د چارو لپاره د پیسو ورکولو په برخه کې د ضرورتونو پوره کولو په موخه د موجوده منصوبو پانګې کاروي.

نوموړي ویلي، په پام کې لري چې په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره د هغه هېواد حکومت ته دوه اربه ډالره ورکړي.

رېزر داراز ويلي چې د سېلابونو له وجې د پاکستانيو وګړو په مړینه خپه دی او دا چې ځپل شویو ته په سمدستي توګه د مرستو رسولو په هدف له وفاقي او صوبايي حکومتونو سره کار کوي.

په بیان کې ويل شوي، اوسمهال نړيوال بانک په پاکستان کې د ۱۳ اربه او ۱۰ کروړه ډالرو په ارزښت بېلابېلو پروژو ته دوام ورکړی دی چې له هم هغو پیسو به دوه اربه ډالره له سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره وکاروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG