د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال پر غلام خان دروازه پاکستان ته د اوښتونکو ناروغانو د شمېر زیاتېدل غواړي


پر غلام خان بندر پاکستان ته اوښتونکي خوستيان

د افغانستان د خوست ولايت یوشمېر اوسېدونکي له څو ورځو راهیسې پاکستان ته د تګ په نيت په غلام خان بندر کې ولاړ دي. دوی غوښتنه کوي چې مریضانو ته بايد ځانګړې اجازه ورکړل شي چې د درملنې لپاره پاکستان ته واوړي.

ناروغ لرونکي وايي پاکستان ته د غلام خان پر لاره د ډاکټرانو په سپارښتنه عموماً هغه ناروغان وړل کېږي، چې د زړه، پښتورګو او سرطان (کینسر) په ګډون نورې سختې ناروغی ولري. د دوی په خبره، اوسمهال د ورځې يوازې شاوخوا ۱۰ ناروغانو ته د اوښتو اجازه ورکول کېږي او د ورځې په پای کې پاتې کسان نهیلي خپلو کورونو ته ستنېږي.

د حضرت محمد په نوم يو تن د جون پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل، "شپږمه ورځ مو ده چې راته وايي ماسپښین راشئ او سبا راشئ. مریضي مو عاجله ده، له دې ځایه له ۱۰ یا ۱۵ نفرو زیات نه پرېږدي. دلته مې دوه، درې نفره مریضان په خپله ولیدل چې په حق ورسیدل نو موږ له دواړه لورو غوښتنه کوو چې مریضان ډېر انتقال کړي. د ورځې چې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ پورې کسان انتقال کړي، ښه به وي."

پاکستان ورتلونکو افغانانو ته د وېزې او پاسپورټ لرلو شرط لازمي کړی دی. حکومت په وروستيو کې وويل چې دا شرایط اسانه شوي خو ورتلونکي خلک وايي، په عملي ډول داسې څه نشته او لا هم د وېزو سختي روانه ده.

ناروغ لرونکی علي مرجان وايي، تېره ورځ يې په دې ځای کې د ناروغ حالت خراب شو نو په بیړه يې د خوست ښار یو روغتون ته ولېږداوه او هلته يې اکسیجن ورکړ. د هغه په خبره، مریض یې نورې پوره درملنې ته اړتيا لري نو ځکه غواړي چې پاکستاني چارواکي ورته د تګ اجازه ورکړي.

بل لوري ته د غلام خان بندر د سرحدي کمیسارۍ چارواکي وايي، چې د ناروغ لرونکو دا ستونزې يې په پرله پسې توګه د پاکستان چارواکو سره شریکې کړې دي. د کمیسارۍ مرستیال عبدالوکیل عزام وايي، د پاکستان لوري ورسره ژمنې کړي، خو تر اوسه يې د اوښتونکو ناروغانو شمېر نه دی ډېر کړی. "د ورځې کله ۱۰ نفر واوړي، کله پینځه نفر او کله ۱۵ نفر. موږ بیا بیا د پاکستان له لوري سره په دې اړه تماسونه نیولي او خبرې مو ورسره کړي دي. زموږ کوښښ دی دا مشکل حل کړو. موږ ته يې وعدې راکړي چې مریضان مو زیاتوو. دا يو جدي ضرورت دی ځکه چې په افغانستان کې د بعضو مریضانو تداوي نه کېږي."

تر دې مخکې، د شمالي وزیرستان انتظامي چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې پر غلام خان بندر د ناروغانو تګ، راتګ روان دی او دوی هڅه کوي، چې د هغوی لپاره اسانتیاوې ډېرې کړي.

تبصرې وګورئ

XS
SM
MD
LG