د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غلام خان بندر کې د وزیرستانیو کډوالو پرلت دوام لري


د خوست غلام خان بندر په صفري نقطه کې د جون له ۱۵مې د شمالي وزیرستان لسګونو کډوالو د پرلت خیمې وهلي: انځور، جون ۱۸
د خوست غلام خان بندر په صفري نقطه کې د جون له ۱۵مې د شمالي وزیرستان لسګونو کډوالو د پرلت خیمې وهلي: انځور، جون ۱۸

د خوست غلام خان بندر په صفري نقطه کې د جون له ۱۵مې د شمالي وزیرستان لسګونو کډوالو د پرلت خیمې وهلي او د پاکستان له حکومت غواړي، چې دوی خپلو سیمو ته ستانه کړي.

دا هغه شمیر کډوال دي، چې له تېرو شاوخوا لسو میاشتو د پکتیکا د برمل، لمنې او نورو سیمو څخه خپلو سیمو ته د بیرته ستنیدو په نیت، ګلان کېمپ ته راکډه شوي دي.

اعتراض کوونکي وايي، دوی به پرلت هغه وخت پای ته ورسوي، چې د پاکستان د حکومت له خوا په خوست کې د پاتو وزیرستانیو کډوالو د بیرته ستنولو په باب مثبت ځواب ترلاسه کړي.

د جون په ۱۸مه د مده خيلو اوسیدونکي ادم خان مشال راډيو ته وویل، دوی دلته په تنګ شوي او مجبور دي، چې په اغزن مزي هم خپلو سیمو ته واوړي.

خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال ستنېدل غواړي
خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال ستنېدل غواړي

نوموړي زیاته کړه: "زموږ نن څلورمه ورځ ده، چې دلته راغلي یو، که چیرې موږ ته د غلام خان لاره خلاصه نه کړي، نو مجبور شوي یو، په دې ځنځیر باندې ورځو او موږ به دا ځنځیر پرې کوو، نیم کوز یو، نیم پاس یو، نیم په افغانستان کې اوسیږو او نیم په پاکستان کې اوسیږو، نه خپل کلي ته تللی شو او نه يې په بنو کې خلکو ته انتظام نیولی دی، نه يې د اوبو انتظام شته، نه يې د خوراک انتظام شته، نه يې د اوسیدو انتظام شته."

د مده خېلو یو بل مشر نادل خان وايي، د دوی خلک د برمل، لمنې او میرڅپر څخه د پاکستان حکومت په بلنه ګلان کېمپ ته تللي دي. نوموړی زیاتوي، دوی د مشال راډیو له لارې په نړیواله ټولنه غږ کوي، چې د پاکستان په حکومت فشار راوړي، تر څو له خوسته وزیرستاني کډوال بیرته خپلو سیمو ته ستانه کړي.

د سیدګیو اوسیدونکي الف خان وویل، دوی بې وسه دي، له دوکانونو په پور اوړه اخلي او بیا مړی ورڅخه پخوي. د ده په وینا، چې دوی خپل مړي خپلو سیمو او هدیرو ته نشي وړلای او کورنۍ يې هم نیمې په افغانستان او نیمې پاکستان کې دي. الف خان وویل، که غږ يې وانوریدل شي، نو پرلت ته دوام ورکوي او لارې به بندې کړي.


وزیرستانیو کډوالو خپلې دا ستونزې د تلیفوني اړیکو له لارې د مشال راډيو د سلام پښتونخوا په سهارنۍ خپرونه کې هم شریکې کړې وې.

یو بل وزیرستاني کډوال نیک مالي خان وویل، دوی له اتو میاشتو خپلو سیمو ته د ستنیدو په تمه دي: "د افغانستان په برمل کې مو کورونه وو، بیا په اخري کې حکومت دا خبره راته وکړه، تاسو ګلان کېمپ ته راشئ، هغې ځای ته به لیستونه درلیږو، ګاډي به درلیږو، اوس اته میاشتې پوره شوې، چې موږ دلته پراته یو، نه لېستونه رالیږي او نه مو وطن ته واپس کوي، پیسې او هر څه مو ختم شوي دي، دا خلک تر هغې پرلت نه ختموي، چې ستونزه يې حل شوي نه وي."

وزیرستاني کډوالو خپلو سیمو ته بېرته ستنېدل غواړي
وزیرستاني کډوالو خپلو سیمو ته بېرته ستنېدل غواړي

بل لوري ته د شمالي وزیرستان مرستیال کمیشنر شاهدعلي خان مشال راډیو ته وايي، د وزیرستانیو کډوالو د بیرته ستنیدنې فورمې ورسیدلي او له احتجاج کوونکو کډوالو سره يې خبرې روانې دي. د نوموړي په وینا ډېر ژر به له خوست څخه د پاتو وزیرستانیو کډوالو د بیرته ستنیدو نیټه اعلان او د هغوی واپسي به پیل شي.

یاده دې وي، په خوست کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو زرګونه کورنۍ، چې د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې دې ځای ته راکډه شوې وې، یو شمېر يې د پاکستان حکومت لخوا په څو پړاونو کې بېرته ستنې شوي، خو تر اوسه هم د دوی زرګونه کورنۍ په خوست کې پاتې دي.

XS
SM
MD
LG