د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مموزو پرلت د انتظامیې او امنیتي چارواکو تر ډاډ وروسته پای ته ورسېد


په دې غونډه کې له سیمې د اسمبلۍ استازو هم برخه واخسته.
په دې غونډه کې له سیمې د اسمبلۍ استازو هم برخه واخسته.

د مموزو قامي اتحاد له حکومت سره له مذاکراتو وروسته، په پېښور کې خپل احتجاج پای ته رسولی دی.

د یاد تنظیم یو مشر بلال دین اورکزي مشال راډیو ته وویل چې د اکتوبر پر ۱۵مه، ماښام د دوی یوې ۲۰ کسیزې کمیټې، د کوهاټ په سرکټ هاوس کې د اورکزو سکاوټس د قوماندان، ډپټي کمېشنر او پولیسو له مشر سره کتلي دی او ورته یې خپلې غوښتنې وړاندې کړي دي. په دې غونډه کې له سیمې د اسمبلۍ استازو هم برخه واخیسته.

نوموړی وايي، چارواکو ورته د ستونزو د هوارولو ډاډ ورکړی دی، نو ځکه یې د احتجاج پای ته د رسولو اعلان کړی دی. اورکزي وویل، که غوښتنې یې پوره نه شوې نو بیا به په احتجاج لاس پورې کوي.

د مموزو سیاسي او ولسي مشرانو د اکتوبر له ۱۱مې راهیسې د پېښور پریس کلب مخې ته احتجاجي پرلت غځولی و. دوی په سیمه کې د امنیت، جنګ ځپلو خلکو سره د مرستو او د تعلیم او روغتیا د اسانتیاوو غوښتنه کوله.

تر دې وړاندې هم د انتظامي چارواکو، پولیسو او مظاهره چیانو ترمینځ د خبرو اترو دورونه شوي وو، خو څه نتیجې یې نه وې ورکړې.

بلخوا له سیمې څخه د واکمن تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ غړي سید غازي غزن مشال راډیو ته ویلي چې د مموزو د ولس ستونزو هوارول د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.

مموزۍ د بره اورکزو په حدودو کې راځي چې پکې په ۲۰۱۰ز کال د وسله وال طالبانو پرضد پوځي عملیات وشول، هغه مهال نږدې ۱۳ کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې وې.

د اورکزو مموزو ولس پینځه تپې لري، میرکلام خېل، ادوخېل، سیپای، ادرم خېل او اخونزاده ګان چې په څه نا څه ۴۰ کلیو مشتمله سیمه ده، هلته د رجسټرډ ووټونو شمېره ۳۷ زره ده.

د عملیاتو تر بشپړېدو وروسته په ۲۰۱۸ز کال کې سرکار د دې سیمې پر بې کوره شوي ولس غږ وکړ چې خپلو کلو بانډو ته ستانه شي، په دوی کې څه نا څه ۶۰۰ کورنۍ خپلو سیمو ته وګرځېدې خو لوی شمېر کډوال یې لاهم په هنګو، کوهاټ، پېښور او نورو سیمو کې میشته دي.

د مموزو پاتې کورنۍ وايي، ترڅو چې امن نه وي راغلی، د ژوند بنیادي سهولتونه نه وي برابر شوي نو څنګه خپلو سیمو ته ستانه شي؟

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG