د لاسرسي ځای

تازه خبر

مموزو ولس اسلام اباد ته د احتجاج غځولو دړکه کړې


پېښور کې د مموزو ولس لاریون. ۲۰۲۱، ۱۲م اکتوبر
پېښور کې د مموزو ولس لاریون. ۲۰۲۱، ۱۲م اکتوبر

په پېښور کې د مموزو ولس لخوا د خپلو غوښتنو په حق شروع شوی احتجاج لا هم جاري دی.

احتجاجيانو د پرېس کلب مخې ته د دوشنبې/ګل له سهاره پرلت وهلی او غوښتنه کوي چې په سیمه کې دې یې امن پرځای کړل شي، هلته دې پوځي عملیاتو پر وخت د ړنګو کورونو سروې وکړل شي، د صحت او تعلیم په شمول نورې بنیادي اسانتیاوې دې ورته برابرې شي.

د مموزو قومي اتحاد یو مشر شېر ولي اورکزي مشال ریډیو ته د نهی په ماسپښین ویلي، که حکومت یې غوښتنو ته پام ور نه کړو نو خپل احتجاج به اسلام اباد ته وغځوي.

دغه احتجاج ته یوشمېر مدني فعالان او سیاسي خلک هم ورغلي او په خپلو ویناګانو کې له مموزو ولس سره خپل ملاتړ وښود.

د قامي اسمبلۍ مخکینۍ غړې عایشه ګلالۍچې خپل ځان د پاکستان تحریک انصاف ګلالی ډلې مشره بولي، دې پرلت ته په وینا کې وویل، که حکومت غواړي چې د مموزو ولس په خپله سیمه پرامنه ژوند وکړي نو هلته یې د بیا-ابادکارۍ او بیارغونې لپاره به سرکار ته د سنجیده او عملي ګامونو اخیستل وي.

په احتجاج کې یوه ورځ پس په صوبايي اسمبلۍ کې د واکمن ګوند غړي سید غازي غزن جمال هم شرکت کړی او هلته یې د خپل تقریر پر مهال ماموزو ولس ته ویلي دي، دا مني چې په مموزو کې د نورو علاقو په مقابل ډیر کم کار شوی خو داسې نه ده چې دا هر څه دوی کړي بلکی په خپل وخت کې هغه ځای ته یې زیاته ترجیح ورکړې.

د پېښور پرېس کلب مخې ته د مموزو پرلت
د پېښور پرېس کلب مخې ته د مموزو پرلت

سید غازي غزن جمال زیاتوي، په سیمه کې دوه نوي سرکاري سکولونه له جوړېدو سره د اوبو درې سکیمونه، له سامي تر غلجو د سړک تعمیر او د نهري نظام جوړولو منظوري ورکړی.

چارواکي دا هم ویلي، په مموزو کې د جنګونو او پوځي عملیاتو پر وخت ړنګ شويو کورونو سروې روانه ده او څوک به هم له مرستو نه پاتې کېږي.

مموزو د بره اورکزو په حدودو کې راځي چې پکې په ۲۰۱۰ز کال د وسله وال طالبانو پرضد پوځي عملیات وشول، هغه مهال نېږدې ۱۳ کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې وې. د اورکزو مموزو ولس پینځه تپې لري، میرکلام خېل، ادوخېل، سیپای، ادرم خېل او اخونزاده ګان چې په څه نا څه څلوېښتو کلیو مشتمله سیمه ده، هلته د رجسټرډ ووټونو شمېره ۳۷ زره ده.

د عملیاتو تر بشپړېدو وروسته په ۲۰۱۸ز کال کې سرکار د دې سیمې پر بې کوره شوي ولس غږ وکړ چې خپلو کلو بانډو ته ستانه شي، په دوی کې څه نا څه ۶۰۰ کورنۍ خپلو سیمو ته وګرځېدې خو لوی شمېر کډوال یې لاهم په هنګو، کوهاټ، پېښور او نورو سیمو کې میشته دي.

د مموزو پاتې کورنۍ وايي، ترڅو چې امن نه وي راغلی، د ژوند بنیادي سهولتونه نه وي برابر شوي نو څنګه خپلو سیمو ته ستانه شي؟

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG