د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خرلڅیو تجارتي لار پرانیستل شوې ده


د خرلاڅو لار (انځور له ارشیفه)
د خرلاڅو لار (انځور له ارشیفه)

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د سوداګرو ټولنې ویلي دي چې د خرلڅیو لار د اګست پر ۲۵مه ماښام تر شاوخوا یوې میاشتې وروسته د تجارت لپاره بیا پرانیستل شوې ده.

په کورمه کې د سوداګرو د ټولنې مشر سید مبین حسین د اګست پر ۲۵مه ناوخته مشال راډیو ته وویل، یو څلور کسیزه پلاوي د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د اګست پر ۲۴مه او ۲۵مه د طالبانو د حکومت له چارواکو سره مذاکرات وکړل چې په نتیجه کې یې دا لار خلاصه شوې ده.

د دوی په وینا، لاریو او ټرکونو تګ راتګ پیل کړی دی خو د دواړو خواوو چارواکو لا په رسمي ډول د خرلڅۍ لارې بیا پرانیستو په اړه څه نه دي ویلي.

دا له هغه وروسته ده چې د کورمې تاجرانو او د مال وړونکو ګاډو مالکانو غوښتنه کړې وه چې له درې اونيو راهیسې بنده، د خرلڅۍ او پکتیا تجارتي لار دې زر تر زره خلاصه کړل شي.

په کورمه کې له شاوخوا درې نیمو اوونیو راهیسې بند پاتې افغان ډرېوران هم د اګست پر ۲۴مه له حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې د خرلڅیو لاره دې د سوداګرۍ لپاره پرانیزي چې د دوی پرېشاني ختمه شي.

د خرلڅۍ تاجرانو اتحاديې مشر سید مبین حسین د اګست پر ۲۲مه مشال راډيو ته ویلي وو چې لار لومړی د طالبانو لخوا او وروسته د پاکستانيو سرتيرو له خوا هم لاره وتړل شوه.

د جولای د ۲۸م او ۲۹مې په شپه، کورمې ته له افغانستانه دوه کسان ور اووښتي وو چې پاکستانيو پوځيانو پرې ډزې کړې وې او هغوی یې وژلي وو. د دې په غبرګون کې ځايي طالبانو دا لار وتړله.

د سوداګرو اتحادیې هغه وخت لا ویلي وو چې د پاکستان په غاړه کې له بېلابېلو سامانونو ډک نيږدې ۲۰۰ او د افغانستان په خوا کې نيږدې ۲۰۰۰ ټرکونه ولاړ دي.

د پاکستان وفاقي وزیر او په پارليمان کې د کورمې استازی، ساجد حسین توري په دې اړه مشال راډیو ته ویلي وو چې د دې لارې د پرانيستلو په اړه به ژر له طالبانو سره خبرې وکړي.

هغه د اګست په ۲۲مه مشال راډيو ته وويل، "د دواړو غاړو خلک له يو بل سره رشتې لري. يو قام دی، د يو بل ښې بدې له ځي نو ځکه بايد دا لاره ژر پرانیستل شي."

د ساجد حسېن توري په وینا، که څه امنيتي ستونزې راځي پکار ده چې هغه په همکارۍ سره حل کړل شي.

د سوداګرو اتحادیې د معلوماتو ترمخه، هره ورځ د خرلڅۍ ـ پکتیا پر تجارتي لاره ۸۰۰ ټرکونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت کوي.

په دې ټرکونو کې خربوزې، انګور، سبزي، سکاره، سیمټ، وریژې، مالګه او بوره وړل کيږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG