د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل په یوه جومات کې چاودنه کې ۲۱ کسان وژل شوي


د اګست پر ۱۸مه یوشمېر کسان د چارشنبې پر ماښام په جومات کې په برید کې د وژل شوي کس جسد هدیرې ته لېږدوي.
د اګست پر ۱۸مه یوشمېر کسان د چارشنبې پر ماښام په جومات کې په برید کې د وژل شوي کس جسد هدیرې ته لېږدوي.

د طالبانو د حکومت چارواکي او رسنۍ وايي، په افغان پلازمېنه کابل کې په جومات کې د ماښام لمانځه پر مهال په ځانمرګي برید کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د اګست پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، په چاودنه کې ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۳ ژوبل دي.

اسوشيېټډ پرېس اژانس وايي، ځانمرګي بریدګر د اګست ۱۷مې پر ماښام د خیرخانې مېنې په صدیقیه جومات کې ځان والوځاوه.

یوه عیني شاهد چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی اژانس ته ویلي چې په وژل شویو کې د جومات مشهور ملا امام امیر محمد کابلی هم شامل دی.

قاضي لودین: په جومات یا بل هر ځای کې د انسان وژنه ظالمانه عمل دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:53 0:00

عیني شاهدانو ویلي چې چاودنه دومره قوي وه چې د شاوخوا کورونو ښیښې او کړکۍ یې ماتې کړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پېښه غندلې او ژمنه یې کړې چې پکې ککړ کسان به هرومرو نیسي او عدالت ته به یې وړاندې کوي.

د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه‌ دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې د طالبانو نومیالی دیني عالم شیخ رحیم الله حقاني ووژل شو. د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې پر حقاني د اګست ۱۱مې حملې ذمه واري منلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په جولای کې په کابل کې یو بل نومیالی دیني عالم سردار ولي ثاقب په خپل کور کې په "مرموز" ډول وژل شوی وو.

له دې پرته په وروستیو کې د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون په یوشمېر نورو ولایتونو کې په بریدونو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د طالبانو حکومت وايي، د اګست پر شپږمه د کابل په پل سوخته سیمه کې په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ۲۲ ژوبل شوي ول. تر دې یوه ورځ مخکې هم په کابل کې د اهل تشیع له یوه استوګنځي سره په یوه چاودنه کې اته کسان وژل شوي او ۱۸ ټپیان شوي ول. پر اهل تشیع د دواړو حملو ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلې وه.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پر جوماتونو، امام بارګاهونو، خانقاهو او د سیکانو پر ګوردواره حملې شوې دي.

په کابل کې د جون پر ۱۸مه د سیکانو پر ګوردوارې په برید کې دوه کسان وژل شوي او اووه ژوبل شوي ول. د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې د حملې ذمه واري منلې وه.

تر برید وروسته د افغانستان سیکان د ویرې ښکار دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:18 0:00

د مې پر ۲۵مه، د کابل ښار د څلورمې حوزې په یو جومات کې د چاودنې په نتیجه کې پينځه کسان وژل شوي او ۱۷ ژوبل شوي ول. هغه چاودنه په جومات کې دننه په داسې حال کې وشوه چې د ماښام جمع ولاړه وه. د هغې چاودنې ذمه واري چا نه وه منلې.

د مې پر ۱۳مه د کابل ښار د پینځمې امنیتي حوزې په ایوب صابر جومات کې په چاودنه کې درې کسان وژل شوي ول.

د اپرېل پر ۲۹مه پر دارالامان سړک په یوه خانقاه کې په چاودنه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۰ ټپیان ول. تر دې یوه ورځ مخکې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د سپرلیو دوه موټر د بمي چاودنو ښکار شول چې پکې لږترلږه نهه کسان وژل شوي ول. د اپرېل ۲۸مې پر ماښام په شویو چاودنو کې ۱۳ کسان ژوبل شوي هم ول. اسلامي دولت یاد داعش ډلې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.

د اپرېل پر ۲۲مه، د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې په چاودنه کې لږترلږه ٣٣ کسان ووژل او ۴۳ ژوبل شول. چاودنه مازیګر مهال په جومات کې شوې وه. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

د اپرېل پر ۲۱مه په مزارشریف کې د اهل تشیع په جومات کې دننه په چاودنه کې ۲۵ کسان ووژل او لسګونه ژوبل شول. چاودنه د ښار په سې دوکان تاریخي جومات کې د ماسپښین لمانځه پرمهال شوې وه. په هغه برید کې لسګونه کسان ژوبل شوي هم ول او ذمه واري یې داعش ډلې ومنله. وروسته طالب چارواکو وویل، چې د هغه برید د پلان جوړولو په تور یې د داعش ډلې یو مشکوک مخکښ مشر عبدالحمید سنګریار نیولی دی.

د طالبانو حکومت وايي، د داعش پرضد یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی او په وروستیو کې یې د هغې ډلې د مشکوکو وسله والو د نیولو او وژلو دعوې هم کړې دي.

XS
SM
MD
LG