د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا: د الظواهري وژنه القاعده ته پناه ورکوونکيو ته څرګند پيغام دی


جان کربي د روان ۲۰۲۲ز کال د اګست پر دويمه وویل چې القاعده اوس هم په افغانستان کې شتون لري. د ۲۰۲۲ز کال د مې مياشتې انځور
جان کربي د روان ۲۰۲۲ز کال د اګست پر دويمه وویل چې القاعده اوس هم په افغانستان کې شتون لري. د ۲۰۲۲ز کال د مې مياشتې انځور

امريکا ويلي چې په افغانستان کې د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري د وژنې پیغام ډېر واضح دی او هغه نه یوازې القاعده بلکې هرهغه چا ته دی، چې هغوی ته پناه ورکوي.

د سپينې ماڼۍ يوه وياند جان کربي د اګست پر دويمه ناوخته په واشنګټن کې رسنيو ته وویل چې په دې پوه دي چې القاعده لا هم په افغانستان کې کوچنی حضور لري خو په وينا يې چې هغوی به بيا هم بیداره پاتې شي او بیا به هم وړتیا ولري.

د امريکا ولسمشر جو بایډن د اګست پر لومړۍ نېټه په سپینه ماڼۍ کې وویل چې ايمن الظواهري په کابل کې وژل شوی دی. نوموړي زیاته کړې وه چې پر الظواهري" بریالی هوايي برید" د ده په لارښوونه شوی وو.

جان کربي زیاته کړه: "موږ هلته (افغانستان) پر ځمکه هیڅ ځواکونه نه درلودل خو د څو میاشتو په اوږدو کې د استخباراتو او معلوماتو د دوامداره راټولولو لړۍ کې موږ وتوانېدو چې دا برید په خورا موثریت سره ترسره کړو."

د الظواهري تر وژنې وروسته د امریکا د بهرنيو چارو وزیر ويلي ول چې هغه ژمنه يې پوره کړه چې له افغانستانه د رامنځته کېدونکي ترهکرو ګواښونه پرضد به اقدام کوي.

انتوني بلېنکن د اګست پر دويمه نېټه پر ټويټر پاڼه وليکل، د الظواهري له وژنې وروسته نړۍ لا خوندې شوې ده. هغه زیاته کړه: "امریکا به د هغو کسانو پرضد اقدام ته دوام ورکړي چې زموږ هېواد، خلک او یا زموږ متحدین ګواښوي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا هم د الظواهري د وژلو په اړه څه نه دې ويلي او پټه خوله پاتې دی. البته دا مني چې بريد شوی دی چې د دوی په ادعا د نړیوالو اصولو او دوحې تړون "ښکاره سرغړونه" ده.

د ۲۰۲۰ز کال د فیبرورۍ په میاشت کې د قطر په دوحا کې د امریکا او طالب مشرانو ترمنځ یو تړون لاسلیک شو. په تړون کې ویل شوي چې د افغانستان خاوره به د کوم بل هېواد خلاف نه استعمالیږي او افغان طالبان به له نړیوالو ترهګرو او وسلوالو ډلو سره خپلې هر ډول اړیکې شلوي او د وسلوالو ملاتړ به نه کوي.

په تړون کې ژمنه شوې وه چې امريکا به د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې خپل ټول ځواکونه له افغانستان باسي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تر بريد وروسته په یوه خبرپاڼه کې ویلي وول، په لومړیو کې د برید څرنګوالی معلوم نه وو، خو په خبره یې د امنیتي او استخباراتي ارګانونو له پلټڼې وروسته په ډاګه شوه چې دا د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید وو.

د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژنې د سيمې پر امنيت ممکنه اغېز؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:52:35 0:00

په خبرپاڼه کې راغلي " دا ډول کړنې د تېرو ۲۰ کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی".

طالبانو ویلي، برید د هستوګنې پر یوه کور ترسره شوی، خو دا یې نه دي ویلي چې څوک په کې وژل یا ژوبل شوي دي او که نه.

دا پر کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ظاهره د امریکا دویم هوایي برید دی چې ترسره شوی دی.

امریکا د ۲۰۲۱ز کال په اګست مياشت کې چې طالبان واک ته رسیدلي‌ ول، د کابل هوایي ډګر ته نېږدې سیمه کې پر یوه کور هوایي برید وکړ.

لومړی امریکایي چارواکو وویل چې هغه برید کې یې د داعش وسله وال په نښه کړي، خو وروسته څرګنده شوه چې د یوې کورنۍ ۱۰ غړي په کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG