د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان یوشمېر ولایتونو کې د "سختو بارانونو" اټکل شوی


د ۲۰۲۲ز کال په جولای کې بارانونو او سېلاوونو په پکتیا کې هم ودانیو او فصلونو ته زیانونه اړولي ول.
د ۲۰۲۲ز کال په جولای کې بارانونو او سېلاوونو په پکتیا کې هم ودانیو او فصلونو ته زیانونه اړولي ول.

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د اګست پر ۱۹مه او ۲۰مه د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو وړاندوینه کړې ده.

د ادارې په وینا، په نورستان، کونړ، بدخشان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، بغلان، تخار، پروان، بامیان، سمنګان، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، غزني، زابل، اوروزګان، غور، کندهار، او هېلمند کې د سختو بارانونو له وجې د سېلاوونو امکان دی.

ادارې په ځینو سیمو کې تر ۷۰ مېليمیټره پورې د باران ورېدو اټکل کړی دی.

په افغانستان کې سږ کال په اوړي کې په سېلاوونو کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې، سلګونه کورونه یې ړنګ کړي او لسګونه زره جریبه کرنیزې ځمکې ته زیانونه اوښتي دي.

د جولای پر ۲۴مه په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ولایتي دفتر په بیان کې ویلي ول چې په سره رود، کوټ، بټي کوټ او کوز کونړ ولسوالیو کې د وروستیو بارانونو او سېلاوونو له کبله ۳۲۵ کورونو ته زیان رسېدلی او په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ویجاړه کړي ده.

د طالبانو چارواکو هغه مهال ویلي ول چې سېلاوونو په نورستان او میدان وردګو کې هم ځاني او مالي زیانونه اړولي.

تر دې څه د پاسه یوه اوونۍ مخکې په جنوب ختيز پکتيا ولايت کې وروستیو بارانونو او سېلاوونو د ولایت د مرکز ګردېز په ګډون په زرمت، ځاځي اریوب، سیدکرم، احمد ابا، جاني خېلو، ډنډ پټان، څمکنیو او نورو ولسوالیو کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي ول.

د پکتیا د څنګلوري ولایت لوګر په مرکز او ولسوالیو کې هم بارانونو او سېلاوونو خلکو ته زیانونه اړولي ول. د چارواکو په وینا، د لوګر مرکز پل علم په ګډون په خروار، برکي برک، څرخ، محمداغې او په ازرې ولسوالیو کې ۲۷سلنه کرل شوې ځمکې تخریب شوې وې.

XS
SM
MD
LG