د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:باران او سېلاب کې د وژل شوو شمېر ۱۸۴ ته رسېدلی


چارواکي زیاتوي چې له ۱۵ کسانو څخه یې ۸ ژوندي موندلي، د یو ماشوم مړی یې د اګست پر ۱۳مه موندلی او نور اوس هم لادرکه دي.
چارواکي زیاتوي چې له ۱۵ کسانو څخه یې ۸ ژوندي موندلي، د یو ماشوم مړی یې د اګست پر ۱۳مه موندلی او نور اوس هم لادرکه دي.

دافغانستان پولې ته څيرمه د بلوچستان په کلا عبدالله، مسلم باغ ،ژوب او لسبيله کي د پشکال بارانونو یو ځل بیا ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي.

ځاي چارواکیو مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر ۱۲مه په کلاعبدالله کې د ماچکې پر بند اوبه راوښتي دي او په یو ټریکټر ټرالۍ کې سپاره ۱۵ کسان یې لاهو کړي دي.

چارواکي زیاتوي چې له ۱۵ کسانو څخه یې ۸ ژوندي موندلي، د یو ماشوم مړی یې د اګست پر ۱۳مه موندلی او نور اوس هم لادرکه دي.

بل خوا د لادرکه کسانو د موندلو لپاره ولس هلې ځلې پیل کړې دي. دوي له حکومته د هڅو ګړندي کولو غوښتنه کړې ده.

په بلوچستان کې د قدرتي افتونو د نظم اداره وايي چې له ځپل شویو کورنیو سره یې مرستې پیل کړې دي.

د ادارې مشر نصیر احمد ناصر وايي چي بارانونو او سیلابونو په کلا عبدالله کې ۵ زره وګړي بیکوره کړي دي او دوه یې وژلي دي.

د نوموړي په وینا د لادرکه کسانو د موندلو لپاره د ولس سره مرسته کوي.

د پي ډي ایم اې د چارواکیو په وینا، په صوبه کې د بارانونو له امله د مړو شمیره ۱۸۴ ته رسیدلې ده.

د بلوچستان وزیراعلا عبدالقدوس بزنجو په کلاعبدالله او مسلم باغ کې پر اوښتو تاوانونو خواشیني څرګنده کړې او پي ډي ایم اې ته یې په سمدستي توګه له خلکو سره دمرستو امر کړی دی.

وزیراعلا د ډیمونو یا بندونو پر جدي څارنه زور ورکړی او په دغه اړه یې سرکاري ادارو ته د خپل مینځي همکارۍ قوي کولو هم ویلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG