د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراين ولسمشر وايي په غربي وسلو یې روسانو ته ډير زیان اړولی


اوکرايني ځواکونه د فرانسويانو په ورکړو وسلو پر روسي ځواکونو بريدونه کوي (انځور د جون د میاشتې دی)
اوکرايني ځواکونه د فرانسويانو په ورکړو وسلو پر روسي ځواکونو بريدونه کوي (انځور د جون د میاشتې دی)

د اوکراین ولسمشر وايي له غربي هېوادونو وررسېدليو وسلو ورته د روس په وړاندې په روانه جګړه کې ډيره ګټه رسوله.

وولودیمیر زېلېنسکي ویلي چې د غربي هېوادونو لخوا ورکړل شویو جدیدو وسلو په برکت یې هېواد اوس د دې جوګه شوی چې روسي یرغلګرو ځواکونو ته د پام وړ زیان ورسوي او په میدان کې د جګړې توازن رو رو د اوکراین په حق کې بدلېږي.

په همدې حال کې چارواکو په اوډیسه ښار کې د میزایلي برید او پکې د ولسي خلکو د ژوبل کېدو رپوټونه ورکړي دي. زېلېنسکي وايي اوس د روسي ځواکونو لپاره په اوکرایني خاوره نیول شوي ځایونه ټینګول ډیر ګران شوي دي.

دا راز د لوهانسک سیمې انتظامي چارواکو د جولايي په ۱۹ مه وویل چې د غربي هېوادونو لخوا ورکړل شوې وسلې ډیر ښه کار کوي چې په وسیله یې دوی د روس یو ګودام او د کمانډرانو ځینې پوستې الوځولي دي.

بلخوا د برتانیا د دفاع وزارت هم د جولايي په ۱۹ مه په خپل استخباراتي رپورټ کې وویل، د روس ټاکل شوی هدف دا دی چې د اوکراین د دونیڅک سیمې ختیځه برخه ونیسي. خو د دې رپورټ ترمخه که څه هم روسي ځواکونه د دې سیمې ځینې برخې نیولی شي خو که په جنګ کې وقفه او خپل ځواکونه بیا منظم نه کړي نو د عملیاتو تېزوالی او پرمختګ به یې ډیر کم وي.

بلخوا د روس ولسمشر ولادیمر پوتین نن د ایران په پلازمېنه تهران کې د ترکي له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره لیده کاته کوي.

د ولسمشر پوتین یو سلاکار ویلي چې ټاکل شوې دا مشران له اوکراین څخه د غنمو پر برامدولو بحث وکړي.

ولسمشر پوتین به د ایران له ستر روحاني مشر ایت الله علي خامنايي سره هم لیده کاته وکړي. رپورټونه وايي چې د روسیې، اوکراین، ترکي او ملګرو ملتونو ترمنځ په دې اړه یو تړون ته نيږدې شوې دي چې له اوکراین څخه د غنمو وتلو ته اجازه ورکړل شي.

دا پر اوکراین تر یرغل کولو وروسته د پخواني شوروي اتحاد له هیوادونو بهر د ولسمشر پوتین لومړی سفر دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG