د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین پر دونباس سیمه روسي بریدونه زیات شوي


روسي عسکرو پر دونېڅک سیمه بریدونه زیات کړي- د ۲۰۲۲زکال د جولای د اوومې انځور.
روسي عسکرو پر دونېڅک سیمه بریدونه زیات کړي- د ۲۰۲۲زکال د جولای د اوومې انځور.

روسيو ځواکونو د اوکراین د ختیز دونباس سیمې کنټرول ترلاسه کولو هڅو ته دوام ورکړی او نور هوايي بريدونه يې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی چې لا یې هم خپل کیمپېن "په جدي توګه نه دی پیل" کړی.

د خارکیف سيمي چارواکو د جولای پر اوومه ویلي، په سیمه کې په یوه هوایي برید کې درې تنه وژل شوي او پینځه ټپیان دي.

په عین وخت کې د دونېڅک پوځي ادارې مشر پاولو کیرېلنکو ویلي چې د روسیې هوايي ځواک دوه ملکي سیمې په نښه کړي چې پکې دوه کسان وژل شوي او اته ژوبل دي. اخوا په دونېڅک کې روسي پلویو بېلتونپالو ویلي چې په اوکراینۍ بمبارۍ کې یو کس وژل شوی او ۱۱ ژوبل دي.

خو په خپلواکه توګه د دواړو خواوو د دعوو تصدیق نه دی شوی.

مسکو د اوکراين د لوهانسک سيمې د زیاترو برخو د کنټرول تر ترلاسه کولو وروسته، پر دونېڅک ښار بريدونو ته مخه کړې او پر کراماتورک او سلوویانسک تمرکز کوي.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د جولای اوومې شپې مهال په ویډیويي وینا کې د بریدونو یادونه وکړه او ويلي يې دي چې څومره ژر چې اوکراين زیاتې دفاعي مرستې واستول شي، هومره ژر به جګړه پای ته ورسېږي.

روسيې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړ. د هغه هېواد ځواکونو په وروستيو کې د اوکراين پر ختيځ بریدونو ته زور ورکړی او ځينې سيمې یې نيولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG