د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي د روسیې حملو کې ۱۶ ولسي وګړي وژل شوي


 اوکرایني کارکوونکي په مرکزي ښار وېنېڅیا کې د راکټونو تر حملې وروسته د ژغورنې چارې تر سره کوي - د جولای ۱۵مې انځور.
اوکرایني کارکوونکي په مرکزي ښار وېنېڅیا کې د راکټونو تر حملې وروسته د ژغورنې چارې تر سره کوي - د جولای ۱۵مې انځور.

د اوکراين چارواکي وايي چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د روسيې په ميزايلي بریدونو کې ۱۶ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د اوکراين دفاع وزارت د جولای پر ۱۶مه ويلي چې تازه وژنې تر هغه وروسته شوې دي چې د روسیې پوځي مشرانو خپلو سرتېرو ته امر وکړ چې د اوکراين په ټولو سیمو کې بريدونه زیات کړي.

تر دې یوه ورځ مخکې په وېنېڅیا ښار کې د ۲۴ ولسي اوکراينيانو د وژل کېدو او ۳۹ لادرکه کېدو رپورټ ورکړل شوی وو. خو روسیې ويلي ول چې اوکرايني پوځيان یې په نښه کړي دي.

د روسیې ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين يرغل پيل کړی وو.

روسیو ځواکونو په پیل کې د پلازمېنې کيیف د نيولو هڅه وکړ خو تر ناکامېدو وروسته یې په ختيځ کې د دونباس سیمې نيولو ته مخه کړه.

خو هغوی له تېرې اونۍ راهیسې د اوکراين په شمال کې هم بریدونه زیات کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG