د لاسرسي ځای

تازه خبر

جي اووه د اوکراين د بيا رغونې لپاره نړيوال کنفرانس ورغواړي


د جي اووه ځينو غړو هېوادونو مشران د اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي وینا اوري - د جون ۲۷مې انځور
د جي اووه ځينو غړو هېوادونو مشران د اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي وینا اوري - د جون ۲۷مې انځور

د نړۍ د لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې (جي اووه) پر اوکراین د روسیې یرغل "غیر قانوني او غیرعادلانه" بللی او ژمنه یې کړې چې د هغه جنګ ځپلي هېواد د بیا رغونې لپاره به یو نړیوال کنفرانس ورغواړي.

د جي اووه هېوادونو په غونډه کې، چې د جون پر ۲۸مه په جرمني کې پای ته ورسېده، په نړۍ کې د خوراک موضوع ته کتنه وشوه ځکه چې نړۍ ته د خوراک رسولو بهیر د روسیې له خوا د اوکراین د بندرونو د محاصرې له امله ټکنی شوی دی.

هغې ټولنې په بیان کې ویلي چې په هغه غونډه کې د جي اووه د مشرانو په ګډون د ارجینټینا، هند، انډونیشیا ، سېنېګال، اوکراین او جنوبي افریقا مشرانو هم برخه واخیسته.

د نړۍ د پرمخ تللو جمهوریتونو مشرانو په درې ورځنۍ سرمشریزه کې له وړاندې هوډ څرګند کړی وو چې تر کومه اړتیا وي نو پر روسیې به بندیزونه لګوي او پر ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بېلاروس په ګډون د هغه پر ملاتړو اقتصادي او سیاسي فشار ته دوام ورکړي. د غونډې په پای کې هغوی خپله دا ژمنه نوره پیاوړې کړي.

په بیان کې په مرکزي اوکراین کې پر یوه مارکېټ "د روسیې د ناوړه برید" غندنه کړې او دا یې "جنګي جرم" بللی. دوی ژمنه کړې چې د مسکو د کړنو لپاره به د ولسمشر پوتین احتساب کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG