د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه پلوي بېلتونپال د اوکراین لېسېچانسک ښار محاصره کولو دعوه کوي


اوکرایني پوځیان په لوهانسک سیمه کې د توغندیو ورولو پر مهال- انځور له ارشیفه.
اوکرایني پوځیان په لوهانسک سیمه کې د توغندیو ورولو پر مهال- انځور له ارشیفه.

د روسیې ملاتړ لرونکي بېلتونپالي وسله وال ادعا کوي چې د اوکراین په ختيځ کې یې لېسېچانسک ښار محاصره کړی دی.

خو اوکرايني چارواکي دا ادعا ردوي او وايي چې ځواکونه یې د ښار دفاع ته دوام ورکوي.

د اوکراين ملي ساتونکو وياند روسلان موزېتچوک د جولای پر درېیمه وويل چې هغه ښار لا هم د اوکراينيو پوځيانو په لاس کې دی.

روسي ځواکونه له یوشمېر ورځو راهیسې پر لېسېچانسک راکټونه او توغندي وروي او بريدونه یې زیات کړي دي.

روسيې د ۲۰۲۲ز کال د فرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړ. د هغه هېواد ځواکونو په وروستيو کې د اوکراين پر ختيځ بریدونو ته زور ورکړی او ځينې سيمې یې نيولې هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG