د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکرایني چارواکي: سېوېرودونېڅک ښار د روسیې تر بشپړ کنټرول لاندې دی


اوکرایني ټانکونه له دونباس سیمې د تېرېدو په حال کې - پخوانی انځور.
اوکرایني ټانکونه له دونباس سیمې د تېرېدو په حال کې - پخوانی انځور.

د اوکراين ځواکونو د روسي يرغل پرضد د خپلو سرتېرو د بیا منظمولو او جګړې ته د دوام ورکولو ژمنه کړې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې اوکراينیو ځواکونو ومنله چې تر "اوږدې او وحشيانه جګړې" وروسته روسیو پوځیانو د هېواد د مهم ختيز ښار سېوېرودونېڅک "بشپړ کنټرول" ترلاسه کړی دی.

د اوکراین د پوځي استخباراتو ادارې مشر کیریلو بودانوف د جون پر ۲۵مه رویټرز خبري اژانس ته وویل چې ځواکونه به یې د سېوېرودونېڅک د کنټرولو تر بایللو وروسته د لېسېچانسک د ختیځ برخې دفاع ته دوام ورکوي. "هغه فعالیتونه چې د سېوېرودونېڅک په سیمه کې ترسره کېږي د [روسیو] سرتېرو یو ډول تاکتیکي تنظیمول دي چې د تاکتیکي ګټو ترلاسه کولو لپاره دي."

هغه زیاته کړه چې روسیې دا تاکتیک په ماریوپول کې هم کارولی وو.

د روسي ځواکونو له خوا د سېوېرودونېڅک ښار نيول په ختیز اوکراین کې "تر ټولو لویه لاسته" راوړنه بلل کېږي. خو د هغه ښار زياتره برخې ویجاړې شوې دي.

د سېوېرودونېڅک ښاروال اولېکساندر ستریوک وویل، هغه ښار "د روسیې تر بشپړ کنټرول" لاندې دی او د اوکراین تر واک لاندې سیمې ته د وتلو "ټولې لارې بندې" شوې دي.

د ده په وینا، اوسمهال یوازې د روسیې تر واک لاندې له سیمو څخه تېښته ممکنه ده.

ستریوک د اوکراین ملي ټېلېوېژن ته وويل چې روسیه "هڅه کوي چې خپل واک او نظم ټینګ کړي او زه چې څومره خبر یم نو یو قوماندان یې هم ټاکلی دی."

ده وویل، اوس له هغه ښاره د اوکراین تر واک لاندې سیمې ته وتل "ناممکن" دي او زیاته یې کړه چې هلته شاوخوا ۱۰،۰۰۰ ملکي وګړي لالهانده او بند پاتې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG