د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب ۲۰ حلقو کې د جولای پر ۱۷مه ضمني انتخابات کېږي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د جولایی په ۱۷ مه د پنجاب په ۲۰ حلقو کې د ضمني انتخاباتو اعلان کړی دی.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن پرون (د جولايي پر اتمه) په یو خبرپاڼه کې وویل چې دا ټاکنې به د پخوانیو انتخابي فهرستونو پر اساس ترسره کیږي او د ټاکنو د مهال وېش له اعلانولو وروسته پکې څه بدلون نه شي کېدای.

کمېشن زیاته کړې چې د یوې حلقې په انتخاباتي فهرست کې تر هغه د بدلون اجازه نشته، تر کومه چې پرې انتخابات نه وي ترسره شوي.

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر اسد عمر خبرداری ورکړی چې که چیرې کمېشن د انتخاباتو پرمهال له قانون څخه په سرغړونو غلی پاتې شي نو هیواد به مشکل حالت ته لاړ شي.

اسد عمر پرون په اسلام اباد کې یو خبري کانفرانس ته د وینا پر مهال تور پورې کړ چې د ضمني انتخاباتو د نتیجو بدلولو لپاره مداخلت روان دی.

اسد عمر زیاته کړه چې حکومت د پاکستان تحریک انصاف منحرفو کاندیدانو ته د ګټې رسولو لپاره په انتخاباتي فهرستونو کې بدلونونه کوي او د دغې لپاره سرکاري وسیلې کاروي.

په عین حال کې د پاکستان انتخاباتي کمېشن پرون په یو بیان کې سپیناوی وکړ چې د ووټونو د راجسټریشن په اړه په میډیا کې خپاره شوي راپورونه پروپاګند او بې لارې کوونکي دي او دا چې په انتخاباتي فهرستونو کې هېڅ بدلون نه دی شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG