د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ولسمشر بليغ الرحمن د پنجاب د نوي ګورنر په توګه منظور کړ


د پاکستان نوی ګورنر بليغ الرحمن (انځور له ارشیفه)
د پاکستان نوی ګورنر بليغ الرحمن (انځور له ارشیفه)

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د پنجاب ګورنر لپاره د وزيراعظم شهباز شريف وړانديز کړي تن د مقررۍ منظوري ورکړې ده.

د ولسمشر دفتر د مې په ۳۰مه پر ټوېټر ليکلي چې د پاکستان د ايين مطابق یې د پنجاب ګورنر په توګه د مسلم ليګ (ن) د سیاستوال بليغ الرحمن ګمارنه منظور کړې ده.

په پنجاب صوبه کې د ګورنرۍ د عهدې تشه هغه وخت رامنځته شوه چې کله تېره مياشت د پاکستان ولسمشر عارف علوي د خپل ګوند لخوا مقرر شوی د پنجاب ګورنر عمر سرفراز چيمه له چوکۍ څخه له ليرې کولو انکار کړی وو. خو وزیراعظم شهباز شريف خپل اجرايوي واک په عملي کولو سره چېمه له دندې ليرې او پر ځای یې د بليغ الرحمان نوم وړاندې کړ. د پاکستان د ايين ترمخه د ګورنر د ليرې کولو او د بل مقررولو لپاره د ولسمشر تاييد ضروري وي.

ولسمشر عارف علوي د تحريک انصاف غړی دی چې حکومت یې په تېره اپريل مياشت کې په اوسني ايتلافي حکومت کې يو ځای شويو ګوندونو د عدم اعتماد تحريک په راوړلو سره ختم کړ. هغه مهال اوسني واکمن ګوندونه په اپوزیشن کې وو.

د پاکستان کابینې ډويژن چې د حکومت اداري کارونه پر مخ وړي، د مې پر ۲۳مه په يوه سرکاري اعلاميه (نوټيفيکېشن) کې ويلي وو چې د پنجاب ګورنر لپاره د مسلم ليګ (نواز) حکومت له خوا وړاندې شوی کس بليغ الرحمن نوم تايدوي. بليغ الرحمن د پنجاب صوبې دی او په تېرو وختونو کې د مسلم ليګ په حکومت کې وزير هم پاته شوی دی.

XS
SM
MD
LG