د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې بارانونو او سیلابونو ۷۷ کسان وژلي دي


په کوټه کې د يو کور د پريوتو له وجې وژل شوې ښځې - انځور د جولای د شپږم تاريخ دی.
په کوټه کې د يو کور د پريوتو له وجې وژل شوې ښځې - انځور د جولای د شپږم تاريخ دی.

په پاکستان کې چارواکي وايي د پشکال بارانونو او سیلابونو ۷۷ کسان وژلي چې ډيری یې په بلوچستان کې دي.

د چاپيريال ساتنې وفاقي وزيرې شيري رحمن د جولای په شپږمه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وويل چې په بلوچستان کې دا کال د تېرو کلونو په نسبت ۲۷۴ فیصده زیات باران شوی دی چې له وجې یې تر اوسه ۳۹ کسان مړه شوي دي.

هغې زیاته کړه: "د تودوخي بدلون له امله دا کال بارانونه زر او په ډير شدت شروع شول او ښايي د جولای له میاشتې وروسته هم دوام وکړي. ما د قدرتي افتونو د نظم ادارې سره په يو شریک پلان کار کړی او غواړو چې په لنډ مهال کې د خلکو د ژغورنې او په اوږدمهال کې د چاپيريا ساتنې لپاره کوټلي ګامونه واخلو."

د شيري رحمن په وينا په غريزو سیمو کې د کمرونو د ښوييدو وېره هم ده ده نو ځکه بايد خلک بيداره اوسي. نوموړي زیاته کړه چې د بلوچستان، ګلګت بلتستان، خيبر پښتونخوا او سيند صوبې ځينو سيمو ته بيړنۍ مرستې رسول شوي او د ژغورنې ادارې خلکو سره خوندي ځايونو ته په تللو کې مرسته کوي.

په بلوچستان کي دجولای د څلورمې راهیسې د پشه کال د بارانونو دوېمه لړۍ شروع شوی ده. حکومت د پشه کال بارانونو او سیلابونو ممکنه خطرونو ته په کتو د صوبې سرښار، کوټه افت ځپلی ښار ګرځولی دی. چارواکو ويلي کوښښ کوي چې په ځينو حساسو سیمو کې خلکو ته د خبرداري او د ضرورت له مخې د مرستو چارې چټکې کړي.

په همدې حال کې وېره ښوول شوي چې د سیند صوبې د ټټه ضلعې په جمپیر سیمه کې د سکرو په یوه کان کې ایسار پاتې ۸ مزدوران ښايي مړه شوي وي.

د دې ضلعې ډيپټي کمېشنر غضنفر علي قادري د جولای پر پينځمه مشال راډیو ته وویل، په همدې ورځ مازیګر مهال د سیلاب اوبه د سکرو په کان کې داخلې شوي او دننه پکې اته مزدوران ایسار پاتې دي چې د سوات او دیر اوسېدونکي دي. هغه زیاته کړه چې مرستندويه کارکوونکي د کان کيندونکو د ژغورلو کوښښ کوي.

XS
SM
MD
LG