د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عوامي نیشنل ګوند یو مشر وژل شوی دی


د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې د عوامي نیشنل ګوند یو وژل شوی مشر په یار حسین کې خاورو ته سپارل شوی.

د صوابۍ ضلعې پولیس چارواکو پر دوشنبه مشال راډیو ته وویل، د یکشنبې پر ماښام د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی او سیمه ییز مشر شعېب خان په خپله هجره کې ناست وو چې وسله وال ورغلل او ډزې یې ورباندې وکړې.

د عوامي نیشنل ګوند یوه مشر افراسیاب خټک پر ټوېټر په خپل بیان کې د نوموړي وژنه د ګوند لپاره لوی زیان بللی دی.

له څو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا او په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند په سلګونه غړي او مشران په هدفي پېښو کې وژل شوي دي.

وسله والې ډلې تحریک لشکر اسلام د شعېب خان وژنې ذمه واري منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG