د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې پر خيبر پښتونخوا د افغانستان د حالاتو اغېز په اړه غونډه شوې


 يو پاکستانی پوځي په شمالي وزیرستان کې پر ډيورنډ کرښه ولاړ دی
يو پاکستانی پوځي په شمالي وزیرستان کې پر ډيورنډ کرښه ولاړ دی

د خيبر پښتونخوا د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو مشرانو، پخوانيو او موجوده پارليماني غړو وزیرانو، ضلعي او تحصیل ناظمانو په يوه غونډه کې د افغانستان په روانو حالاتو د اندېښنې په ښودلو سره ويلي چې ښايي په خیبر پښتونخوا کې امن بيا خراب شي.‌

د جون په ۲۶مه په اسلام آباد کې د ۶۵ سیاسی مشرانو یوه غونډه د پخواني وفاقي وزیر او د پيپلز ګوند د يو مشر خواجه محمد خان هوتي په مشرۍ کې وشوه. دوی پرېکړه وکړه چې په دې لړ کې به يوه لويه جرګه هم راغواړي.

هوتي د جون په ۲۷مه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل غواړي په روانو حالاتو کې پاکستان داسې يو کردار ولوبوي چې په دې صوبه کې بیا ترهګري زیاته نه شي.‌ ((دا مو خواست دی چې زموږ دا خاوره بیا د ترهګرۍ لپاره استمعال نه شي. زموږ دا پلان دی چې د بې امنۍ د مخنيوي لړ کې د روانو بحثونو لپاره د ټولو پښتنو يوه لويه جرګه راوغواړو.))

له افغانستانه د امريکايي‌ځواکونو وتل د مې له مياشتې پيل شوي دي. امريکايي‌چارواکو ويلي‌چې دا چاره به د سپتمبر تر يوولسمې بشپړه شي. په همدې حال کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.

قبايلي سيمې د افغانستان سره پر ډيورنډ‌ کرښه پرتې دي چې پخوا پکې پاکستاني طالبان فعاله وو. د دې ډلې بيا ممکنه فعالېدو او بې امني زیاتېدل د اسلام اباد په غونډه کې د سیاستوالو د خبرو د سر موضوع وه. د دې غونډې يو منتظم، رحم بادشاه شير پاو د جون په ۲۷مه له مشال رېډيو ته وويل چې په غونډه کې د امن تر څنګ د قبايلو د حقونو په اړه هم خبرې وشوې.

د نورو موضوعاتو په اړه د پيپلز پارټۍ غړي احمد کنډي مشال رېډيو ته وويل چې د خيبر پښتونخوا د وسايلو په هکله بحث وشو. د هغه په وينا خو بيا هم د پښتنو پر سيمو د افغانستان د حالاتو ژور اغېز د دې غونډې د سر موضوع وه.

XS
SM
MD
LG