د لاسرسي ځای

تازه خبر

په صوابۍ کې په يوه اونۍ کې ۲۳ کسان وژل شوي دي


په صوابۍ کې د پنجپير کلي غر
په صوابۍ کې د پنجپير کلي غر

د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په بېلابېلو کلو کې په يوه اونۍ کې ۲۳ کسان وژل شوي دي. د دې قتلونو سبب د خلکو ترمنځ دښمني، د ځمکو پر سر لانجې او نورې مسلې ښودل کېږي.

د صوابۍ سرپرست ‌‌‌‌‌‌ډي ايس پي نورالامين خان د اګست پر ۱۱مه مشال را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وويل د ناامنۍ په دغو پېښو کې دوه لويې هغه په مانېرۍ او زېده کليو کې شوې دي. د نوموړي په خبره د مانېرۍ د وژنو ترشا د ځمکې پخوانۍ لانجه او د زېدې هغه داسې ښکاري چې د ناموسي مسالې له وجې شوې وي.

ګراني زیاته او روزګار کم شوی دی. ځوانان په نشو اخته شوي دي. له دې وجې په وړو وړو خبرو جنګونه کېږي.
عابدخان

هغه زیاته کړه: ‌‌‌‌‌‌((په مانېرۍ کلي کې هغه بله ورځ د دوو کورنيو په شخړه کې څلور پنځه کسان ووژل شول. بنيادي وجه يې د جایداد تنازعه وه. د زېدې کلي هغه بيا د کور دننه يوه معامله ده چې زه نشم کولی ښکاره پرې وغږېږم. يو هلک خپل نيکه، پلار او ماما ووژل. هلک مو ګرفتار کړی.))

د پولیسو په خبره په صوابۍ غوندې ځای کې چې ډېر خلک یې تعليم یافته دي، د دومره ډېرو وژنو يوه وجه د آييس په نوم د نشې عادت زیاتېدل دي. نورالامين خان وايي‌چې د دې نشې د ختمولو لپاره یې هڅې ګړندۍ کړې دي. د هغه په وېنا د ولسي مشرانو هم فريضه جوړېږي چې د وړو مسالو په هواري کې ورسره مرسته وکړي.

په صوابۍ کې د خلکو ترمنځ د لانجو هوارولو لپاره اصلاحي جرګې هم شته دی خو ځايي‌خلک وايي دا جرګې اوس مخ په کمزوري کېدو دي نو ځکه یې اثر رسوخ نشته. يو ځايي مدني فعال او شاعر عابد خان وايي په لږو ورځو کې ډېرو وژنو خلک پريشانه کړي دي.

په صوابۍ کې په يوه دېره کې خلک د يو بل سره خبرې کوي
په صوابۍ کې په يوه دېره کې خلک د يو بل سره خبرې کوي

نوموړي د اګست په ۱۱مه مشال راډيو ته وويل: ((خلک په وړه وړه خبره جنګونه کوي او په نتيجه کې يې ځوانان وژل کېږي. ګراني سېوا شوې، د روزګار موقعې کمې شوي، ځوانانو اييس او نور نشو ته کار ويلی. د ځوانانو لپاره د تربيت مواقعې هم کمې دي. موږ اصلاحي جرګې لرو خو د هغو فعاله رول نه وينو.))

د ناامنۍ وروستۍ پېښې زياتره په مانېرۍ کلي کې شوي چې د ابادی په حساب د صوابۍ تر ټولو لوی يونين کونسل دی. ځيني ځايي خلک د بدامنۍ پېښې له دې وجې بولي چې په وېنا یې د ضلعي انتظامیې او ځايي اصلاحي جرګو ترمنځ همکاري نشته.

موږ د خلکو خبرو ته غوږ ږدو او ورسره په رابطه کې يو. د بدامنۍ د پېښو مخنيوي لپاره د خلکو مرسته ضرور ده.
مرستیال ډپټي کمیشنر ګوهر خان

د اسماعيل اباد کلي مسعود جبار خان، چې پخوا د صوابۍ تحصيل ناظم پاتې شوی او اوسمهال د دې ضلعې لپاره د قومي وطن پارټۍ مشر دی، په دې اړه د اګست په ۱۱مه مشال راډيو ته وويل: ((د دې مسالې حل دا دی چې مرستيال کميشنر او د پوليسو مشر جرګې جوړې کړي او کلي په کلي له خلکو سره رابطې وکړي. د ستونزو د حل په چارو کې د ولس شموليت ضروري دی. اوسمهال د صوابۍ د ولس او انتظاميې ترمنځ واټن زيات دی.))

حکومتي چارواکي وايي دوی کوښښ‌کوي چې د روانو بدامنيوو مخه ونیسي او په دې لړ کې له ولسه همکاري غواړي.

د صوابۍ مرستيال ‌‌‌‌‌‌ډپټي کمیشنر ګوهر خان وايي چې دوی د کليو له مشرانو سره د رابطو لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړې او د هغوی له مسالو ځان خبر ساتي نوموړي د اګست په ۱۱مه مشال راډيو ته وويل: ((تر اختر د مخه هم د ناامنۍ ځينې پېښې شوې وې چې موږ پرې د اړونده يونين کونسلونو له مشرانو سره خبرې وکړې. ځينې شخصي او کورنۍ مسلې بيا له موږ پټې ساتل کېږي. د وژنو د وروستيو پېښو ترشا هم کورني معاملات ول. زه منم چې ځينې کمزورۍ به د ايډمېنسټريشن هم وي خو د هغې دا مطلب هرګز نه دی چې ګواکې موږ له اصلاحي جرګو ليرې شوي يو.))

XS
SM
MD
LG