د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند صوبې د بلدیاتي ټاکنو په مهال ۲ کسان وژل شوي او ۲۰ زخميان دي


په کراچۍ کې پولیس د ټاکنو په وخت د خلکو د خونديتوی په پهره ولاړ دی (انځور له ارشيفه)

د جون پر ۲۶مه د سیند صوبې په ۱۴ ضلعو کې د بلدیاتي ټاکنو پر مهال په نښتو کې دوه تنه وژل شوي او ۲۰ زخمیان شوي دي.

د سيند انتخاباتي کمېشن چارواکي اعجاز احمد چوهان د جون پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې د سیاسي او مذهبي ګوندونو ترمنځ په نښتو کې دا کسان په ټنډو ادم او سکر سیمو کې وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه: "په یو څو پولينګ مرکزونو کې مو شکایتونه ترلاسه کړي دي، د سيند په اکثرو ځایونو کې بلدياتي ټاکني پرامنه شوی خو د نښتو او د ځینو نورو لانجو له وجې یې په ځینو یونین کونسل کې ټاکنې ځنډولې دي."

انتخاباتي کمېشن وايي چې د بلدیاتي ټاکنو لومړی پړاو د جون په ۲۶مه په سکر، جیکب اباد، شکارپور، سانګړ، لاړکانه، خیرپور، بې نظیر اباد، عمر کوټ، میرپور خاص، قمبر شهداد کوټ، کشمور، ګوټکي، نوشهرو فېروز او ترپارکر کې ترسره شو.

په ټاکنو کې د شاوخوا اوو زرو او یو سل څلور شپیته ( ۷،۱۶۴) څوکیو لپاره د تقریباً څلوریشتو زرو او څلور سوه اته اتیا ( ۲۴،۴۸۸ ) کاندیدانو ترمینځ مقابله وشوه.

د بلدیاتي ټاکنو د غیر سرکاري او غیر حتمي نتیجو ترمخه، پاکستان پیپلز ګوند ترټولو زیاتې رایې ترلاسه کړي دي. انتخاباتي کمېشن ویلي چې د سیند په پاتې ضلعو، کراچۍ او حیدر اباد کې به د جولای پر ۲۴مه بلدیاتي ټاکنې کېږي.

تر دې وړاندې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې هم تر څو کلونو ځنډ وروسته بلدیاتي انتخابات شوي ول.

XS
SM
MD
LG