د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې پر خالي څوکیو د بلدیاتي انتخاباتو نېټه اعلان شوه


یوه ښځه د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه د بلدیاتي انتخاباتو پر مهال خپل ووټ اچوي.
یوه ښځه د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه د بلدیاتي انتخاباتو پر مهال خپل ووټ اچوي.

د خيبر پښتونخوا انتخاباتي کمېشن وايي، په تېرو بلدياتي انتخاباتو کې د خالي پاتې څوکیو ډکولو لپاره د مې پر ۲۲مه نېټه انتخابات کوي.

کمېشن د مې ۱۸مې په بیان کې ويلي چې د شمالي وزیرستان، کورمې او اېبټ اباد د شپږو تحصيلونو، ۲۶ ويلېج او نېبرهوډ کونسلونو (د کلیو او ګاونډونو شوراګانو) پر څوکيو د نوماندانو د مړینو او ځينو نورو وجوهاتو پر اساس انتخابات نه ول شوي.

د ۲۰۲۰ز کال د ډېسمبر پر ۱۹مه د خيبرپښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د بلدياتي ټاکنو لومړنی او د ۲۰۲۱ز د مارچ پر ۳۱مه په پاتې ۱۸ ضلعو کې دويم پړاو ترسره شو.

د هغو ټاکنو لومړۍ مرحله جمعیت علمای اسلام (ف) ډلې ګټلې وه. خو د انتخاباتي کمېشن په وينا، د دويم پړاو په انتخاباتو کې تر ټولو زیاتې رایې (۲۹ فيصده) واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف ترلاسه کړې وې. تر دې وروسته د پاکستان مسلم لیګ (ن) پر دویم او د جمعیت علما اسلام (ف) پر درېیم نمبر زیات ووټونه اخیستي ول.

انتخاباتي کمېشن په تازه بیان کې ويلي چې پر خالي څوکيو کېدونکو ټاکنو کې به ۶۵،۰۰۰ کسان رایې کاروي او د دې لپاره به د ووټونو ۵۲ مرکزونه جوړوي. له بیان سره سم، د رايې اچونې بهير به سهار اته بجې پيلېږي چې د مازیګر تر پینځو پورې به بې له وقفې روان وي.

په پاکستان کې د ټاکنو د څار ناحکومتي ادارې فري اېنډ فېير الېکشن نېټورک (فافین) په خپل يو رپورټ کې ويلي، د مارچ پر ۳۱مه د خیبر پښتونخوا د ۱۸ ضلعو په بلدیاتي ټاکنو کې د ښځو د رايو شرح ۳۰ او د سړيو هغه ۴۱ فيصده وه.

XS
SM
MD
LG