د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند کې د بلدیاتي او سوات کې د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ تر انتخاباتو وروسته رایې شمېرنه روانه ده


سوات کې یو کس د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ لپاره د رایې اچونې پر مهال - د جون ۲۶مې انځور.
سوات کې یو کس د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ لپاره د رایې اچونې پر مهال - د جون ۲۶مې انځور.

د پاکستان د سیند صوبې په ۱۴ ضلعو کې د بلدیاتي او د خیبر پښتونخوا په سوات کې د صوبايي اسمبلۍ د یوې څوکۍ لپاره تر ضمني انتخاباتو وروسته د رایو شمېرلو بهیر روان دی.

په سیند او سوات کې د رايې اچولو بهیر د جون پر ۲۶مه د سهار پر اته بجې پيل شوی چې بې له ځنډه به د مازیګر تر پینځو بجو پورې روان وو.

د سیند په ضلعو کې د انتخاباتو پر مهال د تاوتریخوالي، نښتو او هوايي ډزو پېښې وشوې چې پکې دوه کسان وژل شوي دي. د هغې صوبې په زیاتره برخو کې انتخابات وشول خو په یوشمېر ځایونو کې د تاوتریخوالي له وجې یا خو انتخابات و نه شول او یا هم د خنډ او ځنډ ښکار شول.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د جون پر ۲۶مه پر ټوېټر پاڼه ليکلي چې د دې بلدياتي ټاکنو په لومړي پړاو کې په ۱۴ ضلعو کې ۱۱ مېليونه خلک د رایې اچولو جوګه ول.

انتخابات په لاړکانه، سکر، شهيد بېنظير اباد، ګوټکي، خيرپور، جيکب اباد، کشمور، قمبر شهداد کوټ، شکارپور، نوشېرو فېروز، سانګړ، ميرپور خاص، عمر کوټ او ترپارکر کې وشوې.

د کمېشن له معلوماتو سره سم، د بلدياتي انتخاباتو لومړي پړاو لپاره په ۱۴ ضلعو کې د رایې ورکونې ۹،۰۲۳ مرکزونه جوړ شوي ول او امنیتي سرتېري یې ځای پر ځای کړي ول.

کمېشن وايي، د انتخاباتو د څار لپاره یې په اسلام اباد او کراچۍ کې ځانګړې څانګې (سېلونه) پرانیستې وې.

تر دې وړاندې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې هم تر څو کلونو ځنډ وروسته بلدیاتي انتخابات شوي ول.

په خيبرپښتونخوا کې بلدیاتي ټاکنې په دوو مرحلو کې وشوې. په لومړي پړاو کې خلکو د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه د درو قبایلي سیمو په ګډون په ۱۷ ضلعو کې رایې وکارولې. تر دې وروسته د دویم پړاو انتخابات د څلورو قبایلي سیمو په ګډون په پاتې ۱۸ ضلعو کې د روان ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۳۱مه وشول.

دا لومړی ځل وو چې په قبایلي سیمو کې بلدیاتي انتخابات وشول. هغه سیمې د ۲۰۱۸ز کال د مې په اخري اوونۍ کې په ایین کې له بدلون سره سم، په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې.

په پاکستان کې د ټاکنو د څار ناحکومتي ادارې (فري اینډ فېير الېکشن نېټورک یا فافین) په خپل يو رپورټ کې ويلي چې د مارچ پر ۳۱مه د خیبر پښتونخوا د ۱۸ ضلعو په بلدیاتي ټاکنو کې د ښځو د رايو شرح ۳۰ او د سړيو هغه ۴۱ فيصده وه.

خو په بلوچستان کې د بلدیاتي ټاکنو لومړی پړاو د مې پر۲۹مه ترسره شوی وو. په دې کې له کوټې او لسبېلې پرته په نورو ټولو ضلعو کې رایې اچول شوې وې. د انتخاباتو کمېشن ویلي چې د بلوچستان په کوټه او لسبېله کې به د بلدیاتي ټاکنو لپاره نېټه وروسته اعلان کړي.

د سوات ضمني ټاکنې

په همدې حال کې په سوات کې د خیبر پښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ یوې څوکۍ لپاره تر انتخاباتو وروسته د رایو شمېر بهیر روان دی.

انتخابات د جون پر ۲۶مه سهار اته بجې پیل شول چې د مازیګر تر پینځو پورې روان وو.

د مشال راډیو خبریال په وینا، د پخوا پرتله دا ځل کمو خلکو په ضمني انتخاباتو کې رایې وکارولې.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن په وینا، په سوات کې د صوبايي اسمبلۍ د اوومې حلقې (پي کې ۷) څوکۍ لپاره د څلورو نوماندانو ترمینځ سیالي وه.

کمېشن وايي، د صوبايي اسمبلۍ اوومې حلقې زیاتره ووټران د کبل تحصیل اوسېدونکي ول. د کمېشن په خبره، په هغه حلقه کې ټول ۱۸۰،۰۰۰ رجسټر ووټران ول چې پکې ۸۰،۰۰۰ یې ښځې وې.

هغه څوکۍ په اپرېل کې په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند د استازي وقار احمد خان تر مړینې وروسته خالي شوې وه.

د ضمني انتخاب لپاره ۱۲۴ د رايې اچونې مرکزونه جوړ شوي ول او انتظامیې یې د امنیت لپاره تر ۳،۰۰۰ زیات پولیس سرتېري ځای پر ځای کړي ول.

XS
SM
MD
LG