د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکرايني ځواکونه وايي د هېواد په ختيځ کې یې روسي پوځيان په شا تمبولي


يو اوکراينی پوځي د هغه ټينک سره ولاړ دی چې د جګړې لومړۍ کرښې ته ځي. (انځور له ارشيفه)
يو اوکراينی پوځي د هغه ټينک سره ولاړ دی چې د جګړې لومړۍ کرښې ته ځي. (انځور له ارشيفه)

د اوکراین ځواکونه وايي، په سېوېرودونېڅګ کې یې په سخته جګړه کې د روسیې پوځیان په شا تمبولي او د دونباس د هغه مهم ښار نیمه برخه یې بیرته نیولې ده.

سیمه ییز والي سېرګې هېدې دا خبره کړې خو ترڅنګ یې اندېښمن دی چې روسي ځواکونه به د غچ اخیستنې په پار خپلې "بېرحمانه بمبارۍ" دوه چنده کړي. هېدې زیاته کړې چې د ښار د اورګاډو پر مرکزي تمځي له دوو اوونیو راهیسې تر ټولو سخت بریدونه روان دي او ان تر دې چې څه باندې ۸۰ فیصده برخه یې روسانو نیولي خو بیا هم اوکرایني ځواکونو سخت مقاومت ته دوام ورکړی دی.

له کله چې روسي ځواکونه له کییف، خارکیف او ځينو نورو لويو ښارونو په شا وتمبول شول، خپل ډېر تمرکز یې د اوکراین ختیځ ته واړاوه او هڅې یې روانې کړي چې د اشغال شویو سیمو ترمینځ دهلېزونه جوړ او سره وصل یې کړي.

د اوکراین د پوځ مشر ویلي روسي ځواکونو په همدې لړ کې د دونېڅک پر سلوویناسک او تر هغه ۲۰ کېلوميټره ليرې یې په سوياتېهورسک بریدونه پيل کړي دي. په دغو بریدونو کې اوکرایني پوځیانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده خو کره شمېرې نه دې معلومې.

بلخوا د بریتانیا استخباراتو د جون په شپږمه وويل چې روسي پوځيان ځکه د سلوویناسک پر خوا ور روان دي چې اوکرایني ځواکونو کړۍ پرې تنګه کړي او له نورو سیمو یې په شاه تمبولي دي.

دې ته په کتو چې په ختیځ کې د سېوېرودونېڅک جګړې زور اخیستی دی د اوکراین ولسمشر وولودومیر زېلېنسکي جنوب ختیځې سیمې زاپوریژیا ته ورغلی. هغه ويلی د دې کار هدف "د اوکرایني سرتېرو د مېړانې او خدمتونو" ستاينه کول دي.

د ولسمشر زېلېنسکي دفتر د جون پر پينځمه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې نوموړی په سیمه کې یوه روغتیايي مرکز ته لاړ او هلته یې له هغو کسانو سره خبرې وکړې چې له خپلو کورونو کډې کولو ته مجبوره شوي دي.

د زاپوریژیا یوه محلي چارواکي ولسمشر ته وویل، روسي پوځیانو د دې سیمې نږدې ۶۰ فیصده برخه اشغال کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG