د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراين ولسمشر هيله من دی چې اتحادي هېوادونه به جديدې وسلې ورکړي


د اوکراين ولسمشر وولوديمير زیلنسکي
د اوکراين ولسمشر وولوديمير زیلنسکي

د اوکراين ولسمشر وولوديمير زيلنسکي وايي دی اوکراين ته د وسلو ورکوونکو اتحادي هېوادونو د غونډو له دويم پړاوه ډېره تمه لري.

ولسمشر زیلینسکي د مې پر ۲۱مه خبریالانو ته ویلي، هیله من دی چې په دې غونډه کې به یې د ملټیپل لانچ په نامه د توغندیو نظام او امریکايي جیټ الوتکو خواست ته مثبت ځواب وویل شي.

ټاکل شوې ده چې دا غونډه د مې پر ۲۳مه د انټرنیټ له لارې ترسره شي. د دې غونډې لومړی پړاو تېره میاشت په جرمني کې د امریکا په هوايي پوځي مرکز کې شوې وه. هغه زیاته کړې چې اوکراین تر اوسه د بېلا بېلو هیوادونو د ستر پوځي ملاتړ مننه کوي او دا ځل هم د مثبت ځواب تمه لري.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې روسیه د ماریوپول د سټیل کارخانې نیولو تر ادعا وروسته اوس د اوکراین دومباس سیمې نیولو ته نيژدې شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG