د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي د اوکراين جنګ له ۷۰۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


په بوچا ښار کې يوه مېرمن د خپل مېړه په مرګ ژاړي (د ۲۰۲۲ کال د اپريل د میاشتې تصویر)
په بوچا ښار کې يوه مېرمن د خپل مېړه په مرګ ژاړي (د ۲۰۲۲ کال د اپريل د میاشتې تصویر)

ملګري ملتونه وايي د فرورۍ له میاشتې راهیسې پر اوکراین د روس د بلا اشتعال یرغل پر مهال د ولسي وګړيو مرګ ژوبله له ۷۰۰۰ زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کميشنرۍ په بیان کې ویلی چې د مې تر نهمې نېټې پورې د ۲۳۵ ماشومانو په ګډون ۳،۳۸۱ کسان وژل شوي او ۳،۶۸۰ ټپيان شوي دي.

په بیان کې ويل شوي چې زیاته مرګ ژوبله د توپخانې، توغنديو او هوايي بمبار په نتيجه کې رامنځ ته شوې ده. کميشنرۍ زیاتوي چې اصلي شمېره تر دې هم زیاته ده ځکه چې له هغو سيمو چې پکې سخت تاوتريخوالی دوام لري. د معلوماتو په ترلاسه کولو کې ځنډ رامنځ ته شوی او ځينې لا هم تصديقوي. په دې اړه ماریوپول، ايزيوم او پوپاسنا ته اشاره شوې چې پکې ولسي وګړیو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تورونه پورې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې د بلا اشتعال یرغل نن (د مې ۱۰مه) شپږ اویا ورځې پوره کېږي. بلخوا د بخښنې نړیوال سازمان د اوکراین پلازمېنې کییف ته نږدې د روسي ځواکونو د یرغل پر مهال د ۶۰ ممکنه جنګي جنایتونو په اړه اسناد ټول کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د مې پر شپږمه ویلي، داسې شواهد شته چې روسي ځواکونو د بوچا په ګډون د کییف په اتو څنګلورو ښارونو کې د یرغل په لومړیو اونیو کې "ځورونې، خپلسري اعدامونه او په ملکیانو باندې بې باکه ډزې" کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG