د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین ولسمشر په دونباس کې روانه جګړه سخته ښودلې


د اوکراین دونباس سیمه د جګړې پر مهال
د اوکراین دونباس سیمه د جګړې پر مهال

د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي وايي په دونباس سيمه کې روان حالت ډېر مشکل دی.

دا په داسې حال کې ده چې روسي ځواکونه او د مسکو ملاتړو بېلتون پالو په لوهانسک سيمه کې د اوکراين پر وروستي مضبوط مرکز بريد کړی.

ولسمشر زېلېنسکي د مې پر ۲۷مه وویل، روسي ځواکونو چې خپل تمرکز یې دونباس سيمې ته اړولی، زياتره د توپخانو ډزې او ميزايل حملې کوي.

نوموړي وویل اوکرايني ځواکونه په داسې طريقه د خپلې مځکې دفاع کوي، د کومې چې د دوی موجوده دفاعي وسايل اجازه ورکوي.

د مې پر ۲۷مه د جګړې تمرکز پر سېوېرودونېڅک او لېسېچانسک ښارونو وو. دا په لوهانسک کې هغه وروستۍ سيمې دي چې د اوکراين په کنټرول کې دي.

د لوهانسک سیمې ګورنر سېرګې هېدې ويلي دي چې اوکرايني ځواکونه په شدت سره د سېوېرودونېڅک په دفاع بوخت دي.

نوموړي په ټېلېګرام يادو ښارونو ته په اشاره وويل چې روسي ځواکونه د دې جوګه نه دي چې په راتلونکو ورځو کې به د لوهانسک سيمه ونيسي.

هغه وویل پوهانو د دې برعکس وړاندوينه کړې ده.

د لوهانسک ګورنر وویل دوی د خپلې دفاع لپاره کافي طاقت او وسايل لري. خو البته ممکن ده چې له تسليمېدو د ځان ژغورلو په هدف په شا شي.

تر دې مخکې نوموړي وېلي وو چې ډېرې درنې ګوله بارۍ د ښار ۹۰ فيصده استوګنځايونه تباه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG