د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین پلازمينه کييف کې څو اوونۍ وروسته چاودنې شوې


تر چاودنې وروسته په کييف کې له یوې ودانۍ لوخړي پورته کېږي. د ۲۰۲۲زکال د جون پنځمې انځور
تر چاودنې وروسته په کييف کې له یوې ودانۍ لوخړي پورته کېږي. د ۲۰۲۲زکال د جون پنځمې انځور

د اوکراین چارواکو ویلي چې په تېرو څو اوونیو کې په لومړي ځل تیره شپه د دې هېواد په پلازمينه کييف کې چاودنې شوې دي.

د کییف ښاروال ویتالي کلېچکو نن (جون پنځمه) پر ټېليګرام بیان خپور کړی چې پکې ويل شوي بېګا د دې ښار په دوو برخو کې یو شمېر چاودنې شوې دي.

د نوموړي په وینا، په چادونو کې یو کس ژوبل شوی خو پکې څوک وژل شوی نه دی. د چاونو علت لاهم معلوم نه دی.

د تېرو څو اوونیو راهیسې چې روس د کییف له اطرافو خپل ځواکونه واېستل او پوځي عمليات يې د اوکراین پر خیتځې برخې دونباس او جنوب خیتځې برخې متمرکز کړل، له هغې راوروسته په کییف کې د هوايي بریدونو د خبرداري اعلانونه یا د خطر زنګونه غږیږي خو بریدونه نه دي شوي.

بلخوا د اوکراين چارواکيو د جون په څلورمه وويل چې په سیوورو دونيڅک ښار کې يې له روسي ځواکونو سره په جګړه کې له لاسه ورکړې خاورې، ۲۰ فیصده بيرته نيولې ده.

تر اوسه پورې دا ادعا په ازاد ډول نه ده تاييد شوې خو اوکرايني چارواکو ويلي چې دوی کولای شي تر دوو نورو اونيو پورې چې تر څو د غربي هېوادونو وسله وررسيږي، د روسي ځواکونو په وړاندې مقاومت ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې روس په دونيڅک او لوهانسک کې چې د دونباس سيمه ترې جوړه ده، بریدونه زیات کړي دي.

د بريتانوي استخباراتو د اندازې تر مخه، روسي ځواکونو د لوهانسک د ۹۰ فيصده برخې کنټرول تر لاسه کړی او ممکن په راتلونکو دوه اونيو کې یې په بشپړ ډول ونیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG