د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر جو بایډن: ولادیمیر پوتین اوکراین له منځه وړل غواړي

ولسمشر بایډن د مې پر ۲۳مه په ټوکيو کې خبرې غونډې ته وويل د روسيې له لوري پر ولسي زيربنا لکه ښوونځيو، تياټرونو، روغتونونو او موزيمونو یرغل د پوتين اصل اراده ښيې چې کله هغه د فبرورۍ پر ۲۴مه نېټه يرغل پيل کړ.

د امريکا ولسمشر جو بايډن خپل روسي سيال ولاديمير پوتین تورن کړی چې هڅه کوي اوکراین له منځه يوسي.

نوموړي زیاته کړې چې پوتين بايد هرو مرو پر اوکراین د کړي یرغل اوږد مهاله قيمت ادا کړي.

ولسمشر بایډن د مې پر ۲۳مه په ټوکيو کې خبرې غونډې ته وويل د روسيې له لوري پر ولسي زيربنا لکه ښوونځيو، تياټرونو، روغتونونو او موزيمونو یرغل د پوتين اصل اراده ښيې چې کله هغه د فبرورۍ پر ۲۴مه نېټه يرغل پيل کړ.

ولسمشر بایدن زیاته کړه، "زه باوري يم چې پوتين هڅه کوي چې د اوکراین شناخت له منځه یوسي. هغه دا "اوکراين" اشغالولای نه شي خو هڅه کوي شناخت يې ورختم کړي."

ولسمشر ولادیمر پوتین پر اوکراین يرغل ته "ځانګړي پوځي عمليات" وايي.

نوموړې تر دې یرغل وړاندې ډېر په ښکاره له دې انکار وکړ چې ګواکې اوکراین کله هم رښتونۍ رياست پاته شوی او د ده په وينا، دا هېواد د روسيې د تاريخ، کلتور او روحانياتو نه بېلېدونکې برخه ده.

خو امریکايي ولسمشر جو بايډن ويلي چې پوتين بايد د دې ښه قيمت اداکړي چې دا خبره یقيني شي چې نور هېوادونه دې ته ورته جارحانه اقدام ونکړا شي.

د نوموړي اشاره د چين او تاييوان تاوتريخوالي ته وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG