د لاسرسي ځای

تازه خبر

"هره ورځ مې زړه ماتېږي خو هره ورځ له يوې نوې ارادې سره را پاڅېږم"


افشان وايي قبايلي سيمو کې يې داسې کسان وليدل چې په کلونو کلونو له خپل کوره نه وو راوتلي، خو د "ويل چيېر" تر لاسه کولو وروسته هغوی له کوره را ووتل او نړۍ يې په خپلو سترګو وليدل.
افشان وايي قبايلي سيمو کې يې داسې کسان وليدل چې په کلونو کلونو له خپل کوره نه وو راوتلي، خو د "ويل چيېر" تر لاسه کولو وروسته هغوی له کوره را ووتل او نړۍ يې په خپلو سترګو وليدل.

د اکتوبر پر ۲۴مه هر کال د پوليو يا ګوزڼ د مخنيوي نړيواله ورځ لمانځل کېږي. سږ کال د دې ورځې ويينه "يوه ورځ، يو کار: د پوليو له منځه وړل" ده.

پراګ - د خیبر پښتونخوا د کواټ ۳۲ کلنه افشان اپرېدۍ د دوه نيمو کلونو وه چې ګوزڼ ووهل. هغې په "شهيد بېنظير بوټو پوهنتون" پېښور کې په مايکروبايولوجي کې لوړې زدکړې کړې دي.

نوموړې وايي په پاکستان کې د معذورانو لپاره د اسانتياوو د نيشتوالي له کبله به هغه وخت د نيمګړتيا احساس ورته کېده چې کله به په ښوونځي يا پوهنتون کې د زدکړو پر مهال دويم يا درېيم پوړ ته د درس ويلو لپاره نشوه تللای او درس به ورڅخه پاتې شو. د نوموړې په وينا همدې احساس د نورو معذورانو خدمت ته وهڅول.


"ما چې کله په ۲۰۰۷ز کال کې په پوهنتون کې داخله واخيسته نو ماته احساس کېده چې زما د پرايمري سکول (لومړنۍ ښوونځي) په ملګرو کې يو هم راسره نشته او يکې يوازې زه جينۍ يم چې معذوري لرم. بيا چې ما په ۲۰۱۱ز کال کې سبق ختم کړ نو د هغو کسانو لپاره مې کار شروع کړ چې زما سره په يونيورسټي کې موجود نه ول. "

افشان اپرېدۍ
افشان اپرېدۍ

افشان اپرېدۍ زياتوي چې اوس يې د رضاکارانو يوه ډله جوړه کړې او هغو ښځو ته نه يوازې ځانګړي بايسکلان ورکوي بلکې هغوی ته د کار و روزګار او هنر زده کولو مواقع هم برابروي چې معذوري لري. نوموړې وايي حکومت ورسره په دې کار کې هېڅ ډول مرسته نه ده کړې بلکې د ټولنيزو رسنيو له لارې خلک مرسته ورسره کوي.

نوموړې زياتوي چې د خيبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې معذوران ډېر ځپل شوي او د هغوی د بيا بحالۍ لپاره ډېر کار ته اړتيا ده.


"په دا وروستيو کې زه قبايلو ته ولاړم او هلته مې معذورانو ته "ويل چيېر" ورکړل. هلته مې داسې کسان وليدل چې په کلونو کلونو له خپل کوره نه وو راوتلي. په هغه ورځ هغوی له کوره را ووتل او نړۍ يې په خپلو سترګو وليدل. "


افشان وايي چې په ژوند کې له ډېرو کړاوونو او ستونزو سره مخامخ شوې خو هر ځل يې په يوه نوي هوډ سره د ژوند چارې پرمخ وړې دي.


"زموږ هره ورځ زړه ماتېږي خو هره ورځ له يوې نوې ارادې سره را پاڅېږم چې دا کار کول دي. انسان ته د خپل مقصد د حصول لپاره ډېر خنډونه مخې ته راځي، خو هغه خنډونو ته به کېنې نه، بلکې هغه به له لارې ليرې کوې او محنت به جاري ساتې."


د بلوچستان د مسلم باغ ۴۰ کلن ضيا خان هم په لاره کې پرتو خنډونو ته نه دی کښېنستی. هغه د درو کلونو و چې په ګوزڼ ناروغۍ اخته شو. خو د وخت په تېرېدو سره نوموړي نه يواځې په بلوچستان پوهنتون کې په کمپيوټر ساينس کې د ماسټرۍ تر کچې زدکړې وکړې بلکې د مدني فعاليت تر چتر لاندې يې هم له بېلا بېلو لارو د ولس خدمت ته ملا تړلې ده.

ضيا خان د کوويډ ۱۹ په نوم د نوي کورونا وايرس د مخنيوي لپاره هم په بلوچستان کې کېمپېن پرمخ يووړ. د نوموړي کار او زيار ته په کتو ملګرو ملتونو هغه ته جايزه هم ورکړې ده. هغه ۳۷ کاله مخکې په ګوزڼ د اخته کېدو پېښه يادوي.

ضيا خان
ضيا خان

"په مسلم باغ کې يوه شپه خپلې مور يو واده ته بېولی وم. چې بېرته خپل کور ته راغلو نو په دا سهار مې پښو کار نه کاوه او تر ملا پورې بې حسه وم. مور چې وليدم نو په چېغو شوه چې په زوی مې څه وشول؟ "


نوموړی زياتوي بيا چې څو کلونه پر تېر شول او ښوونځي او بهر ته يې تګ پيل کړ نو نورو ماشومانو به ملنډې ورباندې وهلې او د ده پېښې به يې کولې. نوموړی وايي د اتو کلونو و چې د "واکر " يا "پای روان " په واسطه به يې تګ کاوه خو د نوموړي په وينا واکر يې نه خوښېده.


"يوه ورځ ما خپله کوټه (خونه) بنده کړه او واکر مې کېښود. زه له دېوال سره ولاړ شوم او د تګ هڅه مې وکړه خو راپرېوتم. بيا ولاړ شم خو بيا راپرېوتم. ۲۰ يا ۳۰ ځله مې دا هڅه تکرار کړه او اخر په روانېدو وتوانېدم."


نوموړی وايي، دا يې په ژوند کې يوه نه هېرېدونکې ورځ وه ځکه د ده په وينا يو خو يې لومړی قدم واخيست او بل يې دا زده کړه چې انسان په کوښښ کولو سره هر څه کولای شي.


ضيا زياتوي چې ټولنه بايد له معذورانو سره مثبت چلن وکړي ځکه د ده په وينا معذوره کسانو ته ټولنه د هغه د معذورۍ احساس ورکوي او په کمتره سترګه ورته ګوري. نوموړی وايي د ټولنې همدې چلن ته په کتو معذوره کس دا ډول د ژور خپګان او ذهني فشار په ناروغۍ هم اخته شي.


ضيا خان وايي پر خپلې جسماني ناروغۍ سربېره يې د ټولنې او ولس خدمت ته ملا تړلې ده.


"په مشکلاتو کې د ژوند راتېرولو وروسته خدای پاک ماته يو حوصله راکړه چې معذوري جسماني نه ده بلکې معذوري دماغي ده. د ولس خدمت دومره خوند راکوي چې په الفاظو کې يې نه شم درته بيانولای. که چېرې زه د ولس د خدمت پر لاره نه وای لګيا شوی نو اوس به له جسماني [ناروغۍ] سره سره په يو ذهني ناروغۍ هم اخته شوی وای. "


پاکستان کې د پوليو وايرس پېښې


په پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام له شمېرو سره سم، په ۲۰۱۹ز کال کې ۱۴۷ ماشومان ګوزڼ وهلي ول خو د ۲۰۲۰ز کال د اکتوبر تر ۲۳مې نېټې پورې په دې هېواد کې ۷۹ ماشومان په دې وايرس اخته شوي چې ۲۳ یې په بلوچستان، ۲۲ په خيبر پښتونخوا، ۲۲ په سيند او ۱۲ په پنجاب کې دي.


د پولیو وایرس تاریخ


پوليو وايرس په لومړي ځل په ۱۸۹۴ز کال کې د امريکا په وېرمانټ ايالت کې څرګند شو چې هغه وخت يې ۱۸ کسان مړه او ۱۳۲ یې عمري معذوره کړل.


له دې پېښې څه باندې۶۰ کاله وروسته په ۱۹۵۵ز کال کې ډاکټر جانس سېلک د ناروغۍ واکسين جوړ کړل او په ۱۹۶۰ز کال کې بيا امريکا د خولې لخوا د ورکول کېدونکي واکسين اجازه ورکړه چې ډاکټر البرټ سېبين جوړ کړي ول.


د پاکوالي لپاره کارکوونکي سازمان "روټري انټرنېشنل" له دې کبله د اکتوبر ۲۴مه د پوليو نړيواله ورځ نومولې چې د دې ناروغۍ لپاره لومړی واکسين جوړوونکی ډاکټر جانس سېلک په همدې ورځ زېږېدلی و.


پوليو وايرس د افغانستان او پاکستان پرته له ټولې نړۍ ورک شوی دی.

XS
SM
MD
LG