د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبريالانو د خونديتوب نړيوال سازمان: طالبان دې خبريال خالد قادري خوشې کړي


د خبريالانو د خونديتوب نړيوال سازمان (دي کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس) له طالبانو غوښتي چې افغان خبريال خالد قادري دې په سمدستي توګه خوشی کړي.
د خبريالانو د خونديتوب نړيوال سازمان (دي کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس) له طالبانو غوښتي چې افغان خبريال خالد قادري دې په سمدستي توګه خوشی کړي.

د خبريالانو د خونديتوب نړيوال سازمان (دي کمېټی ټو پروټېکټ جرنلسټس) له طالبانو غوښتي چې افغان خبريال خالد قادري دې په سمدستي توګه خوشې کړي.

یاد سازمان د مې پر اوومه په بیان کې ویلي چې په هرات کې د طالبانو پوځي عدالت قادري ته پر دې تور د يوه کال د بند سزا اورولې چې د دوی په وینا، هغه د رژيم پرضد تبليغات خپاره کړي او د بهرنيو رسنيو لپاره يې جاسوسي کړې ده.

بیان زیاتوي چې ځايي خبريالان وايي چې خالد قادري وکيل ته لاسرسی نه درلود او طالبانو ورباندې په زوره داسې يو سند لاسليک کړی وو چې له مخې به يې د پرېکړې پرضد اپیل نه کوي.

سازمان زیاتوي، د ۲۰۲۱ز کال د اګست مياشتې راهیسې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دوی داسې لومړی رسمي مثال ثبت کړی چې پر يو خبريال د خپل کار له وجې مقدمه چلېدلې، مجرم ګرځول شوی او ورته سزا ورکړل شوې ده.

سازمان پر طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې دې د رسنيو د کارکوونکيو نيول او پر هغو د مقدمو چلولو کار پای ته ورسوي.

د طالبانو له خوا تر اوسه د خبريالانو خونديتوب نړيوال سازمان د دې بیان په اړه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG