د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د 'بهرني سازش' له لارې د عمران خان د ګوښه کولو تور پلټنو لپاره کمېشن اعلان کړ


د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب وویل کمېشن به بې طرفه وي - پخوانی انځور.
د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب وویل کمېشن به بې طرفه وي - پخوانی انځور.

د پاکستان وفاقي حکومت د پخواني وزیراعظم عمران خان د هغه تور څېړلو لپاره د کمېشن جوړولو اعلان کړی دی چې پکې هغه ویلي ول چې مخالفه ګوندونو یې د "بهرني سازش" په مرسته حکومت ړنګ کړ. خو تحریک انصاف ګوند د کمېشن جوړول رد کړي.

د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیرې مریم اورنګزېب د مې پر پینځمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې تحقیقاتي کمېشن به بې طرفه وي او پر انصاف ولاړه پرېکړه به کوي.

خو نوموړې ټینګار وکړ چې د عمران خان تور ناسم دی او کمېشن به دا خبره ثابته کړي. "کمېشن به بې پرې وي او په منصفانه طریقه به دا پرېکړه کوي چې د بهرني هېواد سازش د ډرامې تر شا اصلي کردار عمران خان دی. ټولې پلټنې به د ولس مخې ته کېږي."

د نوموړې تر څرګندونو لږ ساعت وروسته د عمران خان د تحریک انصاف ګوند یوه مخکښ مشر فواد چودري په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې ګوند یې د کمېشن جوړېدل ردوي.

ده وویل، تحریک انصاف ګوند ژر تر ژره نوي انتخابات غواړي.

دا پرمختګ تر هغې یوه ورځ وروسته شوی چې تحریک انصاف ګوند د حکومت پرضد د احتجاجي جلسو نېټې اعلان کړې. هغه ګوند د مې پر څلورمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې د مې له شپږمې څخه تر ۲۰مې پورې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې جلسې کوي او حکومت ژر انتخاباتو کولو ته اړ باسي. خو وفاقي حکومت وايي، انتخابات به په ۲۰۲۳ز کال کې پر ټاکلي وخت کېږي.

د پاکستان حکومت پر دې سربېره د "بهرنۍ دسیسې" څېړلو لپاره د کمېشن جوړول اعلان کړي چې د پاکستان د قامي سلامتيا کمیټۍ تېره میاشت ویلي ول چې د استخباراتي ادارو له تحقيقاتو ثابته شوې چې د پخواني وزيراعظم عمران خان د حکومت نسکورولو لپاره هېڅ بهرنی سازش نه دی شوی.

تر دې مخکې، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار هم د اپرېل پر ۱۴مه ویلي ول چې د هېواد د ملي امنيت کمېټۍ د غونډې په بیان کې د هېواد د حکومت پرضد د "بهرني سازش" کېدو ټکی نه دی استعمال شوی. هغه غونډه د مارچ پر ۳۱مه د پخواني وزیراعظم عمران خان په مشرۍ شوې وه.

عمران خان د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک له بریالي کېدو سره له واکه ګوښه شو او حکومت یې ړنګ شو. تر دې یوه ورځ وروسته د مسلم لیګ (ن) مخکښ مشر شهباز شریف وزیراعظم منتخب شو او اېتلافي حکومت یې جوړ کړ.

عمران خان له واکه له لیرې کېدو راهیسې مظاهرو ته دوام ورکړی دی او دریځ لري چې حکومت یې د "بهرني سازش" په نتیجه کې ړنګ شو. نوموړي امریکا په دې بهیر کې په ککړتیا تورنه کړې خو واشنګټن یې دا تور په بیا بیا رد کړی دی.

همداراز، د تحریک انصاف په مشرۍ د اېتلافي حکومت پر ضد مخالفه ګوندونو په مارچ کې د عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحریک دایرولو پر وخت ویلي ول چې هغه د اقتصاد سمولو په ګډون په یوشمېر چارو کې پاتې راغلی، نو ځکه یې له واکه ګوښه کوي.

XS
SM
MD
LG