د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزیشن د خیبر پښتونخوا د وزيراعلی پر ضد عدم اعتماد تحريک واپس واخیست


د خيبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان (پخوانی تصویر)
د خيبرپښتونخوا وزيراعلی محمود خان (پخوانی تصویر)

په خيبر پښتنخوا اسمبلۍ کې اپوزیشن ګوندونو د وزیر اعلی د ليرې کولو لپاره راوړی د بې باورۍ تحريک واپس اخیستی دی.‌

په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند پارلیماني مشر سر دار حسین بابک د اپریل په ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې دا تحریک دوی د حکومت لخوا د اسمبلۍ د ماتولو مخنيوي لپاره راوړی وو نو ځکه یې اوس ضرورت نشته.

هغه زياته کړه: "اوازه وه چې د تحريک انصاف حکومت به اسمبلي ماته کړي نو ځکه یې موږ د مخنيوي لپاره د وزيراعلی پر ضد د عدم اعتماد تحريک راوړ. ځکه چې کله دا تحريک جمع شي نو بيا ګورنر نه شې کولی اسمبلي ماته کړي. اوس موږ ته ډاډ راکړل شوی چې اسمبلي به نه ماتيږي نو ځکه مو خپل تحريک واپس واخیست."

په خيبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف حکومت دی. دلته مخالفو ګوندونو د اپریل پر اتمه، د وزيراعلا محمود خان پرضد د بې باورۍ تحريک د اسمبلۍ په سيکريټرېټ کې جمع کړی وو.

په اسمبلۍ کې مخالف سياسي ګوندونه وايي د وزيراعلا محمود خان پرضد د عدم اعتماد تحریک قرارداد د ايين د ۱۳۶مې مادې لاندې جمع کړی وو. په قرارداد کې راغلي وو چې په اسمبلۍ کې محمود خان اکثريت له لاسه ورکړی دی او د وزيراعلا په حيث کار نشي کولی. د وزيراعلی پرضد د تحريک عدم اعتماد پر قرارداد له ۲۰ زياتو غړیو دستخطونه وو.

یاده دې وي چې په پنجاب اسمبلۍ کې هم مخالفو سياسي ګوندونو د تحريک انصاف د وزيراعلا عثمان بزدار پرضد د مارچ پر ۲۸مه د بې باورۍ تحريک جمع کړی وو چې نوموړي په هغه ورځ استعفی ورکړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په مرکز کې د تحريک انصاف حکومت تر هغې وروسته ختم شو چې قامي اسمبلۍ د اپريل په لسمه وزيراعظم عمران خان د عدم اعتماد تحريک له لارې خپله دنده له لاسه ورکړه.

XS
SM
MD
LG