د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاهور های کورټ: د پنجاب ګورنر دې د حمزه شهباز د سوګند بندوبست وکړي


حمزه شهباز د اپرېل پر ۱۶مه د نوي اعلاوزیر په توګه منتخب شوی وو - پخوانی انځور.
حمزه شهباز د اپرېل پر ۱۶مه د نوي اعلاوزیر په توګه منتخب شوی وو - پخوانی انځور.

لاهور های کورټ د پنجاب ګورنر عمر سرفراز چیمه ته امر کړی دی چې د نوي منتخب اعلاوزیر حمزه شهباز د لوړې د مراسمو انتظام دې وکړي.

های کورټ د اپرېل پر ۲۶مه په دې اړه تر اورېدنې وروسته خپله فیصله محفوظه کړې وه چې د اپرېل پر ۲۷مه یې واوروله.

عدالت په پرېکړه کې ګورنر ته د اپرېل تر ۲۸مې پورې وخت ورکړی دی او امر یې کړی چې د شهباز لوړې عمل اخیستل دې باوري کړي.

د پاکستان له اساسي قانون سره سم، د صوبې ګورنر باید نوي اعلاوزیر ته د خپلې دندې سوګند ورکړي.

عدالت په خپله لیکلې فیصله کې دا هم ویلي چې یا خو دې د صوبې ګورنر خپله دا کار وکړي او یا دې خپل استازی وټاکي.

لاهور های کورټ وویل، د پخواني اعلا وزیر عثمان بزدار تر استعفا وروسته له ۲۵ ورځو راهیسې د صوبې کارونه له فعال حکومته پرته روان دي.

په پرېکړه کې راغلي چې د شهباز شریف د لوړې په اړه له پلمو کار اخیستل کېږي چې دا له جمهوري ارزښتونو او ایین سره سمون نه خوري.

حمزه شهباز د اپرېل پر ۱۶مه له پنجاب اسمبلۍ څخه ۱۹۷ رایې ترلاسه کړې او د وزیراعلا په توګه منتخب شو. هغه مهال ګورنر ورته د سوګند له ورکولو انکار کړی وو.

شهباز د دې په غبرګون کې په لاهور های کورټ کې درخواست دایر کړ. عدالت د اپرېل پر ۲۲مه ولسمشر عارف علوي ته هم ویلي ول چې د نوي اعلاوزیر د لوړې لپاره دې استازی وټاکي.

حمزه شهباز د وزیراعظم شهباز شریف زوی او په پنجاب کې د مسلم لیګ (ن) ګوند یو مخکښ مشر دی.

XS
SM
MD
LG