د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند پر غربي هېوادونو غږ کړی چې افغانستان دې نه هېروي


د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جیشنکر وايي، غربي هېوادونه دې د افغانستان وضعیت ته هم پام وکړي - پخوانی انځور.
د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جیشنکر وايي، غربي هېوادونه دې د افغانستان وضعیت ته هم پام وکړي - پخوانی انځور.

هند یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په اوکراین کې د روانې جګړې د تمرکز پر مهال دې افغانستان "له یاده نه باسي."

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامنیم جیشنکر (اېس جیشنکر) د اپرېل پر ۲۶مه په نوي دلي کې د جیوپولېټیکل کنفرانس په نوم یوې غونډې ته وویل چې یوازې اوکراین نه بلکې د نړۍ په نورو برخو کې هم لویې ستونزې شته دي چې ورته توجه په کار ده.

اېس جیشنکر په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه د اروپايي او نړیوالې ټولنې "چوپتیا" تر پوښتنې لاندې راوسته. "کله چې په اسیا کې [نړیوال] اصول له ننګونو سره مخامخ ول، اروپا موږ ته سپارښتنه وکړه چې لا ډېره سوداګري وکړئ، خو موږ تاسې ته داسې سپارښتنه نه کوو. د افغانستان په تړاو که راته په ګوته کړئ هغه څه چې نړۍ په افغانستان کې وکړل له کومو اصولو سره سم توجیه کېدای شي؟"

تر دې مخکې هم د هند وزیراعظم نرېندرا مودي او د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه ښوولې وه او ویلي یې ول چې دا هغه موضوع ده چې په نړۍ کې یې د بې باورۍ فضا جوړه کړې.

په همدې حال کې ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي هم ویلي چې د اوکراین جګړه باید د دې لامل نه شي چې نړیواله ټولنه "د افغانستان ناورین هېر" کړي.

رییسي پر امریکا انتقاد وکړ چې د افغانستان د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغله - پخوانی انځور.
رییسي پر امریکا انتقاد وکړ چې د افغانستان د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغله - پخوانی انځور.

رییسي د اپرېل پر ۲۵مه په تهران کې د لاتویا له نوي سفیر سره په کتنه کې یو ځل بیا تور پورې کړ چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو حضور له "ورانۍ او وژنې پرته بل څه نه‌ دي لرلي او نه یې د افغانستان او سیمې امنیت ټینګ "کړی دی.

خو امریکا او ناټو تل ټینګار کړی چې په افغانستان کې یې خپل هدف تر لاسه کړی او تر خوا یې سیمې او نړۍ ته د ترهګرۍ پېښ ګواښ له‌ منځه وړی دی.

دغه شان د امریکا او ناټو دریځ لري چې د غړو هېوادونو د اربونو ډالرو په مرسته په افغانستان کې د تعلیم، بیارغونې او په نورو برخو کې ګڼ پرمختګونه وشول.

په افغانستان کې د روان وضعیت له امله د سیمه‌ ییزې بې‌ ثباتۍ ویره په زیاتېدو ده خو طالبان دا ډاډ ورکوي چې حالات یې تر مدیریت لاندې روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG